کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د مویتای او تکواندو ورزشکارانو د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې یو د سرو او یو د سپینو زرو مډالونو له ګټلو وروسته هېواد ته راستانه شول او د المپیک ملي کمېټې او خلکو له لوري یې تود هرکلی وشو.
په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل، دا د خوشحالۍ ځای دی چې د مویتای او تکواندو اتلان د اسلامي هېوادونو د پیوستو له سترو سیالیو مډالونه ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه چې په یادو سیالیو کې محمدیوسف جهانګیر د مویتای برخه کې د سرو زور او محسن رضایي د تکواندو برخه کې د سپینو زرو مډالونه ګټلي دي.
وثیق ټولو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان د ورزش اداره د دوی تر شا ولاړه ده او د ملاتړ یې کوي.
په یاده غونډه کې د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وویل، دا د ویاړ ځای دی چې دغو ورزشکارانو په یادو سیالیو کې مډالونه ترلاسه کړل او د افغانستان ښه استازولي یې وکړه.
نوموړي زیاته کړه، دغه مډالونه ګټل د ټولو لپاره د ویاړ خبره ده.
محمدیوسف جهانګیر چې د اسلامي هېوادونو د پیوستو سیالیو کې یې د سرو زرو مډال ګټلی، پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېر د خوشحالۍ احساس کوي چې په دغو سیالیو کې یې د سرو زرو مډال واخیست.
هغه زیاته کړه: «یادو سیالیو ته مې شاوخوا دوه نیمې میاشتې چمتووالی نیولی و او د دغه مډال د ترلاسه کولو لپاره مې ډېر زحمت وایست څو هېوادوالو ته خوشحالي ور په برخه کړم.»
د یادو سیالیو بل ګډونوال محسن رضایي چې په دغو سیالیو کې یې د تکواندو برخه کې د نقرې مډال ګټلی وایي، دغه سیالۍ ډېرې مهمې او سترې وې او خوشبختانه چې د سپینو زرو مډال یې واخیست.
نوموړی وایي: «دغو سیالیو ته مې بشپړ چمتووالی نیولی و او د خدای شکر دی چې ښه نتیجه مې ترلاسه کړه.»
دا په داسې حال کې ده، د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالۍ د سعودي عربستان په کوربهتوب ترسره شوې چې له افغانستانه پهکې د بېلابېلو رشتو ورزشکارانو ګډون کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP