کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د رسنيزو بنسټونو له استازو سره په کتنه کې د رسنیو د ملاتړ ترڅنګ ویلي چې د رسنیو د برېښنا او فریکونسي ستونزو د حل لپاره یو وړاندیز د ریاستالوزرا مقام ته استول شوی او له منظورېدو وروسته به له رسنیو سره شریک شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر شيخ شېراحمد حقاني په خپل کاري دفتر کې د رسنيزو بنسټونو له استازو سره په هېواد کې د خبريالانو او رسنیزو چارو د ودې، پراختیا او ستونزو ته د رسېدنې په موخه وکتل.
سرچینې لیکلي چې په یاده ناسته کې د باختر خبري اژانس ریيس مولوي ضیاءالحق حقمل، د افغانستان د خبریالانو اتحاديې مشر حفیظالله بارکزی، د خبريالانو د ملي کور مشر محمدیاسين متین، د ازادو خبریالانو ټولنې مشر حجتالله مجددي او د نورو رسنيزو بنسټونو مشرانو او استازو ګډون کړی و.
سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې د افغانستان د خبريالانو ټولنې مشر حفیظ الله بارکزي او نورو مسوولينو وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان باید خپله اړوند برخه کې ملي وجيبه ادا کړي.
یادو مسوولینو ویلي: «خبریالان او رسنۍ د ملت او دولت ترمنځ د اړيکو پل دي، ا.ا دې په هېواد کې د شته خبريالانو ستونزو ته رسېدنه او د هغوی لاسنيوی دې وکړي، خبریالان اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن دي، د واقعيتونو په خپرولو سره نه پرېږدي چې معلوماتي خلا رامنځته او دښمنې کړۍ ورڅخه ناوړه استفاده وکړي او د خبریالانو په نړۍوالو کنفرانسونو کې د ا.ا لاستهراوړنې شريکې شوې دي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير شيخ شېراحمد حقاني ویلي: «اوسنی نظام هېواد ته وفاداره او تر بل هر څه ورته ملي ګټې ارزښتمنې دي، اسلامي نظام د عمل نظام دی، رسنۍ او نظامونه د يو او بل په ملاتړ دوام کوي.»
حقاني زیاته کړې، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنيو ملاتړ کوي او د رسنيو د برېښنا او فریکونسي ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاستالوزراء عالي مقام ته وړانديز شوی چې تر منظورېدو وروسته به يې رسنۍ په جريان کې شي.
هغه زیاته کړې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنيو د ملي کور حیثیت لري او دروازې يې هر وخت پرته له کوم محدوديته د خبریالانو او رسنيو پر مخ خلاصې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP