کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۴): نړۍوال بانک اعلان کړی چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پر تړل کېدو سربېره، د روان کال د سپټمبر میاشتې په پرتله په اکټوبر کې د افغانستان صادرات ۱۳ سلنه او د تېر کال د اکټوبر میاشتې په پرتله ۳.۷ سلنه ډېر شوي دي.
نړۍوال بانک د یوه راپور په خپرولو ویلي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پر تړلو سربېره، د هند او اوزبېکستان لور ته د سوداګرۍ مسیر په تغییر سره د افغانستان صادرات ډېر شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي: «د افغانستان صادرات د سپټمبر په پرتله په اکټوبر میاشت کې د ۱۳ سلنې او د تېر کال د اکټوبر په پرتله د ۳.۷ سلنې په زیاتېدو سره ۲۶۷ میلیون امریکایي ډالرو ته ورسېدل.»
په راپور کې دغهراز ویل شوي چې د صادراتو زیاتوالی د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د سیمهییزې تقاضا د زیاتوالي له امله دی.
دغه بانک زیاته کړې: «په اکټوبر میاشت کې د خوراکي توکو صادرات ۲۳۸.۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي چې د تېر کال په پرتله ۸.۶ سلنه زیاتوالی او د سیمهییزې پیاوړې تقاضا ښودنه کوي. په ټولیز ډول، د خوراکي توکو صادرات د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو اوو میاشتو کې ۲۲.۴ سلنه وده کړې چې دا د افغانستان په صادراتو کې د ډېرېدو ښکارندويي کوي.»
نړۍوال بانک څرګنده کړې چې د ۲۰۲۵ مالي کال په لومړیو اوو میاشتو کې ټول صادرات ۱.۱ میلیارد ډالرو ته رسېدلي چې د ۲۰۲۴ مالي کال د ورته مودې په پرتله ۱۰ سلنه ډېروالی ښیي.
د راپور له مخې، هند په اکټوبر میاشت کې د ۵۰ سلنه صادراتو په درلودو سره د افغاني توکو تر ټولو لوی واردوونکی و.
په همدې حال کې، نړۍوال بانک د وارداتو برخه کې ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر کې د افغانستان واردات له هغه د مخکې میاشتې په پرتله دوه سلنه زیات شوي او ۱.۱۵ میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي.
له هغه وروسته چې پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له افغانستان سره ترانزیټي لارې په یو اړخیز ډول وتړلې، د ریاستالوزاء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د روان کال د لړم په ۲۱مه په کابل کې یوه غونډه کې له صنعتکارانو او سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای بدیلو سوداګریزو لارو ته مخه کړي.
د هغه په خبره، دا چې پاکستان څو ځلې سوداګريزې لارې تړلې دي او اوس هم بندې دي، له سوداګريزو او بشري مسايلو يې سياسي استفاده کړې او د دواړو هېوادونو سوداګرو او صنعتکارانو ته يې زيان رسولی دی، اسلامي امارت د دغه کار په غبرګون کې له پاکستان سره د سوداګریزې راکړې ورکړې پای ته رسولو پرېکړه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP