Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د ۲۴۰ میلیون په افغانیو په لګښت د وچې میوې یو مارکېټ پرانیستل شو

کابل (پژواک، ۳ ليندۍ ۱۴۰۴): کابل کې د وچې ميویې د یو مارکېټ په پرانست‌غونډه کې چارواکو او سوداګرو وویل چې پاکستان د هر ډول نړۍوالو سوداګریزو قوانینو خلاف د افغان سوداګرو په زرګونو سوداګریز کانټنير درولي دي چې باید اجازه ورکړي.

نن په کابل کې د افغانستان د وچې میوو د نمونې اخیستنې او بازارموندنې سوداګریز مارکېټ او د وچو میوو نندارتون پرانستل شوی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د پرانستې په یادو مراسمو کې وویل چې اسلامي امارت هڅه کوي د نورو خپلواکيو تر څنګ اقتصادي خپلواکي هم ترلاسه کړي.

هغه له پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو په اړه وویل: «تاسو په جریان کې یاست یو هېواد سره چې په زرګونه کیلومتره فرضي کرښه پرته وي، طبيعي خبره ده یوه امنيتي پېښه به راځي، د اسلامي امارت پاليسي او دريځ دا ده چې اقتصاد او سياست باید سره جلا وي؛ تجارت او سياست بای سره جلا وي.»

دی وايي، د ټولو نړۍوالو تجارتي اصولو خلاف، پاکستان په زرګونه د افغان تاجرانو کانټینرونه درلوي چې دا هېڅ نړۍوال اصل نه دی او د ټولو سوداګریزو او ټرانزيټي اصول خلاف یې عمل کړی دی.

زاهد دغه راز زیاته کړه چې ډېر ژر به په کابل کې د وچې میوې د يو صنعتي پارک د جوړېدو چارې هم پيل شي.

د افغانستان او پاکستان د ګډې خونې مشر خان‌جان الکوزي د یاد مارکېټ پرانسته د هېواد د اقتصادي پياوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وباله او پر اسلامي امارت یې غږ وکړ چې د هېواد کې سوداګرۍ او ټرانزيټ د لا خونديتوب او اسانتیا لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

هغه د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د سوداګریزو کانټينرو د بندېدو په اړه وویل چې دا کار د نړۍوالو سوداګریزو اصول خلاف عمل دی او پاکستان باید د افغان سوداګرو یادو مالونو ته د راتګ اجازه ورکړي.

هغه وویل: «موږ له خپل همسایه سره په مشکل کې یو او هغه څه چې په هغه ورځ ملابرادر وویل هغه د امارت پاليسي وه، خو موږ د دې پاليسۍ شا ته ولاړ یو، شپږ میلياردو ډالر سرمایه زموږ معين صاحب هلته [پاکستان کې] ولاړه ده… د دې کانټينرو غم راوکړئ.»

الکوزي زیاته کړه، افغانستان د سوداګرۍ لپاره پر بدیلو لارو کار کړی خو اړینه ده چې هغه کانټينر چې په پاکستان په ناقانونه ډول درول شوي د ټرانزیت اجازه ورکړل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ارین زړګي عظيمي د یاد مارکېټ پرانسته د هېواد د اقتصادي پياوړتیا او پرمختګ په برخه کې یو ستر ګام وباله او ویې د داسې بنسټيزو پروژو په پرانستې سره د هېواد صادرات لا ډېر شي.

هغه وویل دغه خونه هڅه کوي چې د وچې مېوې د صادراتو پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي څو د افغاني محصول په ښه ډول تر اورپايي بازارونو ورسېږي.

د کابل ښاروالۍ د عواید ریاست مشر مصطفي نبي‌خېل په د یاد مارکېټ د پرانستې په مراسمو کې وویل چې یاد مارکېټ د عامه او خصوصي مشارکټ د تړون پر بنسټ جوړ شوی چې اړونده شرکت سره ۲۰ کلن تړون لري چې د کلنۍ عوایدو ۴۰ سلنه ونډه د کابل ښاروالۍ او ۶۰ سلنه ونډه د قراردادي شرکت اړوند دی.

هغه وویل یاد مارکېټ د کرايې له امله یو میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه کوي او قراردادي شرکت نه شي کولای چې یاد جایداد وپلوري او یا یې په ناقانونه ډول چا ته په کرايه ورکړي.

د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي د یاد مارکېټ په جوړېدو سره به د افغانستان وچه مېوه چې نړۍوال شهرت لري په معياري ډول بهرنيو هېوادونو ته صادره او ورسره به د بهزاد سيمنا چې یو تاريخې ابده او هنري ارزښت لرونکی ځای دی، په ښه ډول خوندي شي.

هغه زیاته کړه: «دغه ودانۍ [بهزاد سينما] په مخروبه حالت درلود په تېرو وختونو کې به دلته نیشه‌یان او بنګیان او نور د بدیوو او تعفن مرکز ورنه جوړ شوی و، د هغې لپاره یې مټې راپورته کړې…. لله الحمد اوس وینو چې دغه مرکز په یو ګلورین او تاريخي ودانۍ چې هغه سبک یې، معیار او هغه یې په خپل حالت خوندی دی،هغه نن اباد وینو.»

د یاد مارکېټ پانګه‌وال حاجي علي‌احمد یوسفزي وویل چې افغانستان هر کال ۸۰۰زره ټنه وچه میوه تولیدیږی خو دا چې په معیاري ډول تر نړۍواله بازاره نه رسېږی ځکه په معیاري ډول نه پروسس کېږي.

دی وایي: «د افغانستان وچه میوه زموږ یو ملي پانګه ده، خو متاسفانه چې د مضره موادو په ځانګړي ډول د سلفر او غیرمعياري بټيو کې وچول یې کیفیت راټيټ کړی چې له امله یې زموږ ځينې میوې د نړۍوال بازار په تور نوملړ کې داخل شوی دی.»

یوسفزی وايي که دغه وچه میوه په معیاري ډول پروسس او بهر صادره شي، افغانستان په یو ستر صادراتي هېواد بل کړي.

دی وايي، یاد سوداګریز په دوو پوړونو کې جوړ چې ۱۹۰ هټۍ لري او پر جوړېدو یې ۲۴۰ میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.

هغه دغه راز وویل چې د یاد مارکېټ په منځ د بهزاد سینما چې یو فرهنګي ارزښت لري هم بیا رغول شوې ده.

بل پانګه‌وال یاسر هاشمي وویل چې د دې مارکېټ په پرانستې سره به بزګرو ته د بازارموندنې وشي او د هېواد په اقتصاد کې ستر ګام وي.

هغه وویل دا چې د افغانستان وچه ميوه تاريخي شهرت لري د یاد مارکېټ په پرانستو سره به یې په لوړ کیفیت صادرات ډېر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.