کندهار (پژواک، ۳ لیندۍ ۱۴۰۴): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په میوند ولسوالۍ کې د زړو ناچادو توکو د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوو غړو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان دي.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند، ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د میوند ولسوالۍ اړوند، کلاښامېر سیمه کې شوې ده.
هغه وویل: «د دې سیمي په یوه کور کې خلکو د یخنۍ له امله غوښتل بخارۍ ولګوي چې ناچاوده توکې يې د نه پېژندنې له امله بخارۍ ته اچولي او هغه چاودنه کړې ده.»
دی وایي چې په دغه پېښه کې د یوې کورنۍ دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي.
د یادونې چې تر دې مخکې په وار وار د ناچاودو توکو توکو چاودنې په دغه ولایت کې خلکو ته مرګژوبله اړولې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP