Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه اونۍ کې د هېواد رېل‌پټلیو له لارو څه باندې ۱۴۷ زره ټنه انتقالات شوي

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د ټولګټو چارو وزارت وايي چې د تېرې لړم میاشتې له ۲۳مې بیا تر ۲۹مې د هېواد د رېل‌پټلیو له لارې څه باندې ۱۴۷ زره ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.

دغه وزارت نن (دوشنبه، د لېندۍ ۳مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په یوه اونۍ کې (د لړم له ۲۳مې تر ۲۹مې) څه باندې ۱۴۷ زره ټنه نفتي، غیرنفتي او نور توکي د هېواد د رېل‌پټلیو له لارې صادر او وارد شوي دي.

سرچینې لیکلي چې له دې ډلې ۱۰۴ زره او ۳۱۳ ټنه نفتي او غیرنفتي او نور توکي د حیرتان بندر، ۸ زره او ۳۹۶ ټنه د اقینې بندر، ۱۵ زره او ۳۲۸ ټنه د تورغونډۍ بندر او ۱۹ زره او ۱۵۷ ټنه د خواف – هرات بندر له لارې هېواد ته ته وارد شوي دي.

وزارت دغه راز زیاته کړې چې په دې موده کې د انارو د جوسو په ګډون ۳۲۷ ټنه سوداګریز توکي له هېواده صادر شوي دي.

سرچینې ټینګار کړی چې د هېواد د رېل‌پټلیو له لارې د صادراتو او وارداتو د کچې په لوړولو سره کاري فرصتونو زیاتیږي، ملي عواید لوړیږي او د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان بسیاینې ته لاره هواریږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.