Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پېښور کې پر یوه نظامي مرکز برید؛ درې پاکستاني پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په پېښور کې پر یوه امنیتي مرکز برید کې د دغه مرکز درې پولیس سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د پاکستاني پولیسو په حواله لیکلي چې لومړی یوه کس د دغه مرکز په دروازه کې ځان ته چاودنه ورکړې او وروسته دوه نور بریدګر د مرکز پر سرتېرو له ډزو وروسته وژل شوي دي.

په راپور کې د دغو ځواکونو د مرستیال قوماندان جاوېد اقبال له قوله ویل شوي چې په برید کې درې سرتېري وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس شاوخوا یونیم ساعت مخکې (د ځایي وخت په ۱۱:۰۰ بجو) د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله چې نه یې دې غوښتل نوم یې واخیستل شي، راپور ورکړی چې لومړي بریدګر د مرکز لومړۍ دروازه په نښه کړې او نور ودانۍ ته ننوتلي دي.

هغه ويلي: «امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې او په دقت سره وضعيت مدیریت کوي، ځکه فکر کېږي چې د ترهګرو ډلو اړوند ځيني کسان لا هم په مرکز دننه شتون ولري.»

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.