Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او سره ووېشل شول

پل‌علم (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوګر سیمه‌ييز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بر‌کي‌برک، خروار، محمداغه او خوښۍ ولسوالیو کې شاوخوا دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کېمیاوي سره ووېشل شول.

د لوګر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراقا پیرحبیب‌الرحمن وویل،، دغه مرستې د قطر سرې میاشتې ټولنې له لوري د شاوخوا ۲۳ میلیون افغانیو په مالي لګښت چمتو او ووېشل شوې.

هغه زیاته کړه، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ووېسل شول.

په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې د پروګرام همغږي کوونکي انجنیر زاهدالله مومند وویل چې دغه بنسټ له کلونو راهیسې د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیا او پوهنې په برخو کې فعالیتونه کړي او له دې وروسته به د کرنې په برخه کې هم ورته پروګرامونه پلي کړي.

بلخوا، د  محمداغې ولسوال قاري صبغت الله تقوا او د سیمې قومي مشر حاجي زلمي د قطر له مرستو مننه وکړه او د کرنې سکټور د لا پیاوړتیا لپاره یې د سړو خونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د لوګر یوه بل بزګر کریم‌الله د اصلاح شوي تخمونو وېش د خپلو حاصلاتو د زیاتوالي لپاره حیاتي وباله او ژمنه یې وکړه چې تخمونه به د کرنې ریاست د لارښوونو سره سم وکري.

د یادونې ده چې تېره اونۍ هم د لوګر په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۵۰۰ نورو بزګرانو د غنمو اصلاح شوی تخم او سره وېشل شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.