Language

هلمند کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

لښکرګاه (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): هلمند کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې په یوه ترافیکي پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد وايي چې تېره شپه د لښکرګاه ښار د کندهار پخوانۍ اډې ساحه کې یو فورنر موټر د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله پر ولاړو لاسي کراچیو او موټرسایکلونو ورختلی او ترڅنګ یې یاده مرګ‌ژوبله هم رامنځته شوې ده.

راشد زیاتوي، موټرچلوونکی له سیمې تښتېدلی او ټپیان د امنیتي مسوولینو له ‌خوا د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.