پاراخ (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۴): په پنجشېر کې د والیبال خزاني جام سیالۍ چې د دغه ولایت د ورزشي امریت په همغږۍ پیل شوې وې، د «اتحاد بازارک» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د پنجشېر د ولایت مقام ویاند سیفالدین لټون پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یادو سیالیو کې د ولسوالیو او مرکز شلو لوبډلو ګډون کړی و.
هغه زیاته کړه چې په وروستي پړاو کې د اتحاد بازارک لوبډلې لومړی مقام، د وحدت عبداللهخېل لوبډلې دويم مقام او د دره او ابشار ولسوالیو د «نبرد» لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.
نوموړي ټینګار وکړ چې د امنیت له ټینګښت او د ارامې فضا له رامنځته کېدو سره په پنجشېر کې ورزشي فعالیتونه پراخ شوي دي.
هغه دغهراز د ځوانانو د ورزشي فعالیتونو په دوام او تشویق تاکید وکړ ویې ویل چې د ورزش د ودې او له نشهيي توکو د ځوانانو د لرې ساتلو لپاره د اسلامي امارت له لوري بېلابېل پروګرامونه پلي کېږي.
د یادونې ده، د برنامې په پای کې اتلانو ته جام، مډالونو او ستاینلیکونه ورکړل شول.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP