Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډبليو‌اېف‌پي: راتلونکی ژمی به په افغانستان کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شي

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) په راروان ژمي کې په افغانستان کې د لوږې او خوارځواکۍ کچېله لوړېدو خبرداری ورکړی او ترڅنګ یې اندېښنه څرګنده کړې چې د دوی د مالي تمویل سرچینې هم په چټکۍ سره په کمېدو دي.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په افغانستان کې لوږه په چټکۍ سره مخ پر ډېرېدو ده او دا یو له سختو بحرانونو دی او دغه هېواد د ماشومانو د شدیدېخوارځواکۍ برخه کې په نړۍ څلورم ځای لري.

سرچینې زیاته کړې: «لکه څنګه چې ژمی رانږدې کېږي، د ښځو او ماشومانو په منځ کې خوارځواکي چې د مخه یې ریکارډ لوړ دی، ښايي نوره هم ډېره شي.»

د خوړو نړۍوال پروګرام لیکلي چې اړتیاوې ډېرې دي، خو د مالي تمویل سرچینې یې ورځ تر بلې په کمېدو دي..

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.