Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عمر: د شبکو د وړتیا کموالی او د خلکو له خوا د برېښنا ناسمه استفاده د پارچاویو ډېرېدو لاملونه دي

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرایي رییس وایي، په هېواد کې د برېښنا شبکو ناسم جوړښت او د تقاضا ډېروالی د برېښنا د پارچاویو اصلي لاملونه دي، خو ټینګار کوي چې په دې برخه کې ډېره پانګونه شوې او دا ستونزه به د وخت په تېرېدو سره کمه شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرایي رییس عبدالباري عمر نن په کابل کې د برېښنا د پرچاویو په اړه د معلوماتو وړاندې کولو په تړاو جوړه شوې ناسته کې وویل چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د برېښنا په کچه کې ډېروالی نه دی راغلی خو تقاضاوې ډېرې شوې دي.

هغه، په ناسم ډول د برېښنايي شبکو جوړښت، د صنعتي ښارګوټو، هستوکنیزو ودانیو ډېروالی، د میلیونونو افغان کډوالو راتګ، د اوبو کمښت او د خلکو له خوا د برېښنا غیرمنظم لګښت هغه لاملونه یاد کړل چې له امله یې د برېښنا پارچاوۍ ډېرې شوې دي.

هغه په هېواد کې د برېښنا د اوسني وضعیت په اړه وویل: «په اوس وخت کې زموږ او ستاسو اعظمي تقاضا په موجوده شبکه کې ۱۱۵۲ میګاواټه ده چې موږ له دې جملې څخه ۸۲۹ میګاواټه برېښنا لرو، یعنې تقریباً ۳۲۲،۶ میګاواټه موږ او تاسو د برېښنا له کمبود سره مخ یو، البته په اوسنۍ شبکه کې.»

دی وايي، دولتي ادارو او یو شمېر داسې ارګانونو ته چې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي، ۲۴ ساعته برېښنا ورکول کېږي، صنعتي ښارګوټو ته ۱۲ ساعته برېښنا ورکول کېږي او هستوګنیزو سيمو ته، په ځانګړي ډول کابل کې لس ساعته برېښنا ورکوي.

عمر وايي، برېښنا شرکت هر مشترک ته په ۲۴ ساعتونو کې لس ساعته برېښنا د یوه مهالوېش له مخې ورکوي خو دا چې خلک پر یو وخت ټول برېښنايي وسایل کاروي نو پر شبکه فشار راوړي او په هغه سيمه کې د ډېرې پارچاوۍ لامل کېږي.

دی وايي: «څلور ساعته وروسته کله چې برېښنا راځي نو دلته خلک راولاړ شي په یو ځل باندې ټول برېښنايي تجهیزات په کار باندې واچوي، په دې کې اب‌ګرمي، بایلر، بخارۍ، د کالیو منځلو ماشينونه نور ټول سره چالان کړي؛ یعنې که د یوه کور تقاضا پنځه کیلوواټه وي، دوی یې شل کیلوواټه ته پورته کړي، دغه وضعیت پر شبکه فشار راوړي، زموږ توزيعي لینونه ګرمېږي، سوځي، ترانسپمرونه دي پرې فشار راځي.»

خو هغه زیاته کړه چې یاد شرکت سږ کال یوازې د برېښنايي شبکې پر رغونې ۱،۱ میلیارد افغانۍ لګولې دي.

عمر د برېښنا د ډېرېدو او په دې برخه کې د پانګونې په اړه وویل: «موږ په تېر یوه کال کې تقریباً د ۵۰،۳ میلیارد افغانيو په ارزښت صرف د برېښنا د توليد برخه کې پانګونه کړې، دا پانګونه یوازې برېښنا شرکت نه ده کړې، په دې کې به برېښنا شرکت به بعضو ساحو کې شریک وي او ځينو ساحو کې به یې مستقیماً خپلې کړې وې او ځيني به نور پانګه‌وال وي؛ داخلي او خارجي پانګه‌وال.»

د برېښنا شرکت عمومي مشر وویل چې دا مهال په هېواد کې د شاوخوا ۱۲۰۰ میګاواټه برېښنا د توليد چارې عملاً روانې دي.

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې د هېواد په کچه د ۱۹۷۰۰ میګاواټه برېښنا د توليد هوکړې لاسلیک شوې خو د برېښنا د توليد چارې یو څه وخت ته اړتیا لري چې جوړې او برېښنا تولید شي.

دی وايي، لږ تر لږه لسو کلونو ته اړتیا ده چې تر ۲۰ زره ميګاواټه کورنۍ برېښنا تولید او پېرودونکو ته ووېشل شي.

ده د برېښنا برخه کې د خلکو د ستونزو په اړه وویل: «موږ د دې برېښنا د کمبود لپاره ۸۰ میګاواټه صرف حرارتي دستګاه چالانه کړې، تاسو پوهېږئ زموږ حرارتي دستګاه ډېزل مصروفوي، په کابل کې ده، دغه ډېزل یو لېتر موږ په څو افغانۍ اخلو؛ موږ ته یو کیلوواټ تمامېږي له ۲۰ افغانيو نه پورته، خو زموږ تعرفې تاسو وګورئ چې تاسو ته ۲،۵ افغانيو نه شروع کېږي او مسلسل پورته کېږي.»

عمر له خلکو وغوښتل چې له زغم او حوصلې کار واخلي؛ ځکه له یوې خوا برېښنا کمه ده او بلې خو په هېواد کې د برېښنا شبکه له لومړیو غیرمعیاري او ضعیفه جوړه شوې ده چې نه شي کولای د برق اوسنۍ تقاضا پوره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.