Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د کرکټ لس‌اوریزې سیالۍ د ابدالیانو لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

غزني‌ښار (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني ولایت د کرکټ امریت وايي چې د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د شپږو لوبډلو ترمنځ د کرکټ لس‌اوریزې سیالۍ د ابدالیانو افغان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د غزني د کرکټ امر عبدالودود پکتیال پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې سیالۍ شاوخوا یوه اوونۍ مخکې پیل شوې وې.

هغه زیاته کړه، په پایلوبه کې رضایي اتلان او ابدالیانو لوبډلې مخامخ شوې؛ رضایي اتلان لوبډلې د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د لسو اورونو په ترڅ کې ۱۰۸ منډې جوړې کړې.

دی وایي، د دغه هدف په تعقیب، ابدالیانو لوبډلې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره هدف د لوبې په وروستي اور کې بشپړ کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د پکتیال په وینا، له دې بریا سره ابدالیانو لوبډلې د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

هغه زیاته کړه چې د سیالیو غوره توپ‌وهونکی عنایت‌الله خپلواک او غوره توپ‌اچوونکی نجیب‌الله ترکی وټاکل شول.

نوموړي وویل چې دغه سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د ورزشي روحیې پیاوړتیا او د نوو استعدادونو موندنې په موخه ترسره شوې او هیله یې څرګنده کړه چې د همدې لړۍ له لارې به ځوان استعدادونه د افغانستان کورني کرکټ ته ور وپېژندل شي.

بلخوا، کرکټ لوبغاړي د دغسې سیالیو له ترسره کېدو خوښ دي او غوښتنه کوي چې ورته سیالۍ دې لا پراخې شي.

د یادو لوبو یوه لوبغاړي فرهاد پژواک اژانس ته وویل، د داسې سیالیو په ترسره کېدو سره له یوې خوا د خلکو او ځوانانو پام ورزش ته ورګرځي او له بلې خوا ځوان استعدادونه په نښه کېږي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې حکومت دې د لوبغالو او ورزشي امکاناتو برخه کې پاملرنه زیاته کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.