Language

د ایران یو حکومتي پلاوی هرات ته راغلی

هرات (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): ځایي سرچینې وايي چې د ایران د خراسان رضوي ولایت والي د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ته راغلی دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې ریيس محمدیونس قاضي‌زاده وايي، یو لوړپوړی ایرانی پلاوی چې ۶۵ کسان په‌کې شامل دي، د ایران د خراسان رضوي ولایت د والي، غلام‌حسین مظفري په مشرۍ د اسلام‌کلا له لارې هرات ته راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، ټاکل شوې چې د دغه سفر پر مهال به د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې په کوربه‌توب د هرات له سوداګرو او پانګه‌والو سره منظمې اقتصادي ناستې ترسره شي.

ورته مهال، د هرات د والي ویاند محمد یوسف سعیدي ویلي چې د دغه ایراني پلاوي د سفر موخه د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو په اړه له افغانستان سره خبرې اترې، په اسلام‌قلعه – دوغارون بندر کې د لا ډېرو اسانتیاوو رامنځته کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو هوکړو ارزونه ده.