شبرغان (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د هېواد د ټولګټو وزارت وايي، د ۲۵ کیلومتر په اوږدوالي د بلخ – شبرغان د عمومي سړک د لومړۍ برخې د ډيزاین او جوړولو چارې د څه باندې ۴۵۰ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
د ټولګټو وزارت نن (چهارشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د بلخ – شبرغان د عمومي سړک د لومړۍ ۲۵ کیلومتر برخې د ډيزاین او جوړولو چارې د څه باندې ۴۵۰ میلیون افغانیو په تخمیني ارزښت پیل شوې. یاد سړک د بلخ له ولسوالۍ پیل او تر چاهي ولسوالۍ پورې غځېږي.»
د ټولګټو وزارت لیکلي، د یاد سړک د پرانیستې مراسمو کې د دغه وزارت تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح، د بلخ ولایت مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس او د بلخ د ټولګټو رییس مولوي عبدالصبور صابر او یو شمېر ځايي مسوولینو او قومي مخورو ګډون درلود.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، یاد سړک په ټوله کې ۹۰ کیلومتر اوږدوالی لري او اوس یې د لومړۍ ۲۵ کیلومتره برخې د ډېزاین او جوړولو چارې چې د ۲۲ پلچکونو جوړول هم په کې شامل دي، د یوه خصوصي شرکت له لوري پر مخ وړل کېږي او تر راتلونکو دوو کلونو به یې چارې بشپړې شي.
ځايي اوسېدونکي د یادې پروژې پر پیلېدو خوښي څرګندوي او وايي چې د یادې پروژې د کار په جریان کې به ډېر شمېر ځايي اوسېدونکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP