Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فوټبال اسیا جام ته د لارموندنې سیالۍ؛ د افغانستان له ۱۷ کلنو کم‌عمره لوبډله نن له سوریې سره لوبېږي

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله د ۲۰۲۶ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو کې خپله دویمه لوبه نن له سوریې سره ترسره کوي.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، د افغانستان له ۱۷ کلونو کم‌عمره ملي لوبدله د فوټبال ۲۰۲۶ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو کې نن خپله دویمه لوبه له سوریې سره ترسره کوي.

د افغانستان او سوریې ترمنځ لوبه به د افغانستان پر وخت د ماښام پنځه بجې ترسره شي.

یادې سیالۍ په میانمار کې ترسره کېږي چې افغانستان په  Gګروپ کې له سوریې، نیپال، میانمار او عمان سره لوبېږي.

افغانستان په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه میانمار ته بایللې ده او په یادو سیالیو کې به خپله درېیمه لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.