Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ريچارډ بنېټ: پاکستان او ښکېلې غاړې باید د خبرو مېز ته ستانه شي

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د م.م د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم د وړمې شپې هوایي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې د نړۍوال قانون درناوی او د ملکي وګړو خوندیتوب خورا مهم دي، پاکستان او ښکېلې غاړې باید د خبرو مېز ته ستانه شي.

د راپورونو له مخې، وړمه شپه دوولس بجې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې پاکستان د یوه ملکي کس کور بمبار کړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان په‌کې شهیدان شول. دغه‌راز پاکستان په کونړ او پکتیکا کې هم هوایي بریدونه وکړل چې په‌کې څلور ملکي کسان ټپيان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنېټ د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وړمې شپې هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی دی.

هغه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «پاکستان او ښکېلې غاړې بايد د خبرو مېز ته ستانه او د ستونزو د حل لپاره له تاوتریخوالي لاس واخلي.»

بنېټ ټينګار کړی چې د نړۍوال قوانینو درناوی او د ملکي وګړو خوندیتوب خورا مهمه دي.

اسلامي امارت هم پر افغانستان د پاکستان د تېرې شپې بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) هم د افغانستان پر خاوره د پاکستان د وړمې شپې هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي او د ملکي کسانو خوندیتوب په موخه یې نړۍوالو قوانینو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.