Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسؤولین: کندهار د چرګ غوښې او هګیو د تولید برخه کې نږدې ځان بسیاینې ته رسېدلی

کندهار (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې دغه ولایت د چرګ غوښې او هګیو د تولید برخه کې نږدې ځان بسیاینې ته رسېدلی او اوس مهال په‌کې د غوښې او هګیو چرګانو شاوخوا ۱۲۰۰ فارمونه فعال دي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وايي، په دغه ولایت کې دا مهال د غوښې او هګیو چرګانو شاوخوا ۱۲ سوه لوی او واړه فارمونه فعال دي چې هره ورځ ترې تر ۴۰۰ زره پورې هګۍ او تر ۶۵ زره کیلوګرامه غوښه بازار ته وړاندې کېږي.

هغه وايي: «کندهار د چرګ غوښې او هګیو د تولید برخه کې تقریباً پر ځان بسیا شوی، ډېرې لږې اندازه هګۍ لا هم له ایرانه ور واردېږي. په کندهار کې تولید زیات دی او نورو ولایتونو ته هم د غوښې چرګان او هګۍ لېږدول کېږي.»

هغه له پانګه‌والو هم وغوښتل چې له شته فرصتونو ګټه واخلي او دلته د چرګانو په فارمونو کې پانګونه وکړي، څو په دې برخه کې پر بهرنیو وارداتو تکیه کمه شي.

په کندهار کې د «داوي ضیا ګروپ» شرکت یو استازی بلال احمد وايي چې په دغه ولایت کې یې د غوښې او هګیو چرګانو لسګونه فارمونه جوړ کړي دي.

نوموړی وايي چې د فارمونو د بازار اړتیا یې پوره کړې او هره ورځ په کندهار کې له خپلو فارمونو – چې ۴۰۰ زره چرګان په‌کې دي – تر ۳۵۰ زره پورې هګۍ بازار ته وړاندې کوي.

د هغه په وینا چې له دغه ولایته کابل، بلخ، غزني، هرات او نورو ولایتونو ته هم هګۍ او د غوښې چرګان وړل کېږي.

هغه زیاتوي: «موږ په هېواد کې د چرګانو د عصري فارمونو برخه کې تر ۱۵۰ میلیون ډالرو پانګونه کړې ده؛ هره ورځ یوازې په کندهار کې له فارمونو تر ۳۵۰ زره هګۍ بازار ته وړاندې کوو. موږ غواړو په دې برخه کې پانګونه نوره هم زیاته کړو، څو افغانستان د چرګانو او هګیو په تولید کې پر ځان بسیا شي.»

د هغه په وینا، په فارمونو او د شرکت په بېلابېلو څانګو کې تر ۳ زره کسانو پورې په مستقیم ډول کار کوي.

د یاد شرکت مسوولین وایي چې له پاکستان سره د لارو تړل کېدو له امله د چرګانو د واکسین له کمښت سره مخ شوي او له ا.ا امارت غواړي څو د دې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي خو د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي چې دغه موضوع یې له وزارت سره شریکه کړې او د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.