Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوناما د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عبوري لارو د بندېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت سرپرستې د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عبوري لارو د بندېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د خوړو او تغذيې اړوند د یوناما زرګونه ټنه بشري مرستې بندې پاتې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت له سرپرستې او د سیاسي څانګې له مشرې جورجټ ګانیون سره ولیدل.

خبرپاڼه کې راغلي، د دوحې پروسې د دوو کاري ګروپونو اړوند، د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې د مخدره موادو کښت صفر ته نږدې شوی او د خصوصي سکتور د ملاتړ په برخه کې هم امارت اړین اقدامات کړي دي.

هغه زیاته کړې چې اوس اړوند لوري باید د مخته تګ لپاره نور ملموس ګامونه واخلي.

خبرپاڼه زیاتوي، جورجټ په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني لوري د بمبار له امله د ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو په مړینه خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل، چې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره باید نړیوال قوانین په پام کې ونیول شي او له ملکیانو سره د ضرر رسولو څخه ډډه وشي.

نوموړې همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د عبوري لارو د بندېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې او یادونه یې کړې چې د خوړو او تغذيې اړوند د یوناما زرګونه ټنه بشري مرستې بندې پاتې دي.

یاد وزارت لیکلي، د مخدره موادو د کنټرول او د خصوصي سکتور د ملاتړ کاري ګروپونو فعالیت د یوناما له لوري مثبت وارزول شو، او نوموړې د دوحې د پروسې تر چتر لاندې په نورو برخو کې د ګډ کار وړاندیز هم وکړ.

هغې زیاته کړې چې دوی په دوامداره توګه له بهرنیو تمویل کوونکو سره په تماس کې دي، ترڅو له افغانستان سره د تعامل او مرستو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.