Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د یونسکو یو پلاوی د لرغونو سیمو خوندیتوب برخه کې د پروژو د تطبیق په موخه غور ته تللی

فېروزکوه (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) یوه تخنیکي پلاوي د منار جام په ګډون د لرغونو سیمو خوندیتوب برخه کې د اروزنې او څو پروژو پلې کولو په موخه دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ټیم د سفر په جریان کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ له رییس مولوي عبدالحي زعیم سره لیدلي او د تاریخي ځایونو او فرهنګي میراثونو د ساتنې برخه کې یې د دغه بنسټ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې د یونسکو د استازي په حواله راغلي چې دغه سازمان په پام کې لري څو په غور کې د بیارغونې، د استنادي دېوالونو، د کټارو لګولو، د چک‌ډ‌يم، پلونو جوړولو او د تاریخي ځایونو، په ځانګړې توګه د منار جام خوندیتوب پروژې عملي کړي.

د سرچینې په خبره، د منار جام شاوخوا ساحې جوړولو اړوند تجهیزات غور ولایت ته رسېدلي او ډېر ژر به یې د جوړولو چارې پیل شي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي زعیم د پراختیایي پروژو پلې کولو او د تاریخي ځایونو خوندیتوب برخه کې د یونسکو د فعالیتونو هرکلی کړی او ویلي یې دي ‎چې دا اقدامات د تاریخي اثارو د ساتنې لپاره کافي نه دي او لازمه ده دې برخې ته لا زیاته پاملرنه وشي.

هغه د تاریخي اثارو او لرغونو ځایونو برخه کې شته ستونزې هم د یونسکو له پلاوي سره شریکې کړې او د دغو ستونزو پر حل یې ټینګار کړی دی.

د یونسکو پلاوي ډاډ ورکړی چې مطرح شوې ستونزې به له خپل مرکزي دفتر سره شریکې کړي او د حل لپاره به یې هڅې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.