Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان په لومړي ځل د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلو اسیا جام سیالیو کوربه‌توبه کوي

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ له اسیایي شورا سره په ګډه په لومړي ځل له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو راتلونکو اسیا جام سیالیو کوربه‌توب کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د لومړي ځل لپاره به د کرکټ له اسیايي شورا سره په ګډه له نولس کلنو د کم‌عمره لوبډلو راتلونکو سترو سیالیو کوربه‌توب وکړي او د تنظیم چارې به یې پر غاړه ولري.

کرکټ بورډ زیاته کړې، یادې سیالۍ به د راتلونکې ډسمبر له ۱۲مې تر ۲۱مې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

خبرپاڼه کې راغلي، دا د افغانستان د کرکټ بورډ لپاره یو تاریخي او له ویاړه ډکه شېبه ده چې د لومړي ځل لپاره د کرکټ اسیايي شورا له لوري د لوبو د تنظیم چارو مسوولیت ترلاسه کوي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه څه د افغانستان د کرکټ بورډ د دوامداره پرمختګ، مسلکي وړتیا او د کرکټ لوبې د ودې لپاره د دې ادارې د ژمنتیا څرګند ثبوت ګڼل کېږي.

کرکټ بورډ وایي، د دې ډول سترو او مهمو سیالیو کوربه‌توب نه یوازې د افغان کرکټ د پرمختګ څرګندونه کوي، بلکې دا هم ثابتوي چې افغانستان اوسمهال د سیمې په کچه د کرکټ له اړخه د مخکښو هېوادونو له ډلې دی چې په سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه د کرکټ د ودې او پراختیا په بهیر کې فعاله ونډه لري.

همدارنګه په خبرپاڼه کې د کرکټ د اسیایي شورا د مشر محسن نقوي له قوله لیکل شوي: «دا د کرکټ اسیايي شورا لپاره ویاړ دی چې د نولس کلنو اسیا جام سیالۍ د افغانستان کرکټ بورډ په همکارۍ ترسره کوي. دغه سیالۍ به په اسیا کې د کرکټ د راتلونکي نسل لوبغاړو په روزنه او وده کې رغنده رول ولوبوي او موږ ډاډه یو چې د افغانستان کرکټ بورډ به دغه سیالۍ په غوره ډول ترسره او تنظیم کړي.»

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف ویلي چې د نولس کلنو اسیا جام د کوربه‌توب حقوق ترلاسه کول نه یوازې دا څرګندوي چې افغانستان د اسیايي هېوادونو ترمنځ د کرکټ برخه کې څومره لوړ مقام لري، بلکې دا د ادارې د هغې ژمنتیا څرګندونه هم کوي چې د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره په دوامداره توګه هڅه کوي.

هغه زیاته کړې: «زموږ ځوان لوبغاړو په دوامداره توګه په نړۍوال کرکټ کې خپله وړتیا او کلک هوډ ثابت کړی چې دغه سیالۍ به د دوی لپاره د نړۍوال معیار امکانات، تجربه او یو بل غوره فرصت برابر کړي.»

د یادونې ده، له ۱۹ کلنو د کم‌عمره اسیا جام سیالۍ به د اتو لوبډلو ترمنځ د ډسمبر په ۱۲مه پیل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.