کابل (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې له مرستیالې سره په لیدنه کې ویلي چې د ژمي په رارسېدو سره د راستنو شوو کډوالو ستونزې ډېرې شوې او په ګاونډیو هېوادونو کې هم د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې له مرستیالې او د بحرانونو مدیریت برخې له مشرې شکونودا سره وکتل.
سرچینې لیکلي، په دې ناسته کې راستنو شوو ته د مرستو او په هېواد کې د کډوالو پر دایمي حللارو خبرې وشوې.
سرچینه کاږي چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې مرستیالې او د بحرانونو مدیریت برخې مشرې شکونودا ویلي چې افغانستان د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې لپاره لومړیتوب لري او یادونه یې کړې چې د افغان کډوالو د ستونزو پر دایمي حل کار کوي.
شکونودا زیاته کړې چې د راستنو شوو ظرفیتونو او وړتیاوو ته په کتو، هغوی به د ټولنې فعال غړي شي او هڅه به وکړي څو هغوی ته مناسب کاري چاپېریال چمتو کړي.
دغهراز، د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې پلاوي د راستنو شوو چارو ته د رسېدنې او اغېزناک کار په موخه د کډوالو چارو له وزارت سره د ګډې کمېټې جوړېدو وړانديز کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، په یاده لیدنه کې مولوي عبدالکبیر له ملګرو ملتونو له افغانانو سره د مرستو له امله مننه وکړه.
هغه زیاته کړې چې د ژمي په رارسېدو سره د راستنو شوو ستونزې ډېرې شوې او په ګاونډیو هېوادونو کې هم د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
مولوي عبدالکبیر ویلي چې اسلامي امارت له کډوالو سره د لنډمهاله مرستو ترڅنګ د دایمي سرپناه پلان هم پلی کوي او په دې برخه کې یې له نړۍوالو د مرستو غوښتنه کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، د کډوالو چارو وزارت اړمنو راستنو شوو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل کړې او یادونه یې وکړه چې د ملګرو ملتونو ادارې دې هم د کډوالو لاسنیوی وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP