Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امر بالمعروف وزارت: په تېرو شپږو میاشتو کې مو د ښځو څه باندې ۳۴۰۰ حقوقي قضيو ته رسېدنه کړې

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت وايي چې د دغه وزارت محتسبينو د روان کال په دوو لومړيو ربعو کې د جبري نکاح په ګډون د ښځو د شرعي حقوقو ۳۴۱۳ قضيو ته هر اړخیزه رسېدنه کړې ده.

د امر بالمعروف وزارت نن (چهارشنبه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دغه وزارت د ښځو او نجونو د شرعي حقوقو خونديتوب او ملاتړ اهمیت ته په کتو یادو قضیو ته رسېدنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې قضیو کې د میراث ۱۰۳۵، د کورني تاوتریخوالي ۱۵۴۵ او د ښځو او نجونو د جبري نکاح ۸۳۳ قضیې شاملې دي.

یاد وزارت زياته کړې چې په همدې دوو ربعو کې د ښځو د شرعي حقوقو ۱۳۵۶ قضیې له څېړنې وروسته عدلي او قضایي مراجعو ته معرفي شوې او یوازې د لړم په مياشت کې په مرکز او ځينو ولایتونو کې د ښځو ۲۵۶ قضیو ته رسمي رسېدنه شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د امر بالمعروف وزارت د روان کال د دوو لومړیو ربعو فعالیتونه د ښځو د شرعي حقونو د ملاتړ او د تاوتریخوالي او سرغړونو پر وړاندې د جدي ژمنتیا څرګندونه کوي.

د یاد وزارت په وینا، د دغه بهیر دوام او د څار او ملاتړ د تګلارو پیاوړتیا کولای شي د هېواد د ښځو په حقوقي او ټولنیز وضعیت کې اغېزناک رول ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.