کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د نږدې درې زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوي ارقام ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په لړم میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۷۶۸ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
سرچینې زیاته کړې، ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۶۲ ښځو په ګډون ۱۴۲۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۴ ښځو په ګډون ۱۳۴۲ نور له هېواده وتلي دي.
بلخوا، د ثبت شوو ارقامو له مخې ښکاري چې ۱۴۰۷ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۱۹ نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي چې له ډلې یې ۱۶۴ کسان د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور د کار په موخه راغلي دي.
د دې ادارې د ثبت شوو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر ۱۰۵۲ بهرني وګړي د نیمروز او ورپسې ۲۸۸ تنه د هرات د بندرونو، ۵۵ د فاریاب د اقینې بندر او ۳۱ نور د حیرتان بندر او بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.
د يادونې ده، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ژوند پېښو او بهرنیو وګړو د ثبت ریاست په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونه، مړینې، ودونه او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخیستو او پرېښودو د اړوندو خدمتونو وړاندې کولو مسوولیتونه پر غاړه لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP