پلعلم (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د لوګر سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په برهکيبرک ولسوالۍ کې د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په لګښت د لس کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یاد سړک د جوړولو چارو د پیل په مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر، د لوګر ولایت ملکي چارواکو، نظامي مسوولینو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دینپرور د سړکونو جوړول د ټولنیز پرمختګ اساسي اړتیا وبلله او زیاته یې کړه چې معیاري سړکونه د اقتصادي ودې، روغتیايي او تعلیمي خدمتونو د پراختیا، ټولنیزو اړیکو او د سیمو د نښلولو لپاره حیاتي اهمیت لري.
هغه له خلکو وغوښتل چې د سړکونو، پلونو او نورو عامه تاسیساتو په ساتنه او خوندیتوب کې جدي همکاري وکړي.
په همدې مراسمو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس آخندزاده وویل چې یاد وزارت د هېواد په کچه د زیربنایي او خدمتې پروژو عادلانه او متوازن پلي کېدو ته ژمن دی. د ده په وینا، د وزارت بنسټیز اهداف د مؤثرو خدمتونو رسول، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول، د فقر کمول، د ولسوالیو او کلیو نښلول او د زیربناوو پیاوړتیا ده.
د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا او ریاست رییس محمدقاسم راشد، وویل چې د جوړېدونکي سړک دقیق اوږدوالی شاوخوا لس کیلومتره دی چې له برهکيبرک څلورلارې څخه تر شامزار سیمې پورې غځېږي. هغه زیاته کړه چې یاده پروژه به د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له بودجې څخه په ۱۰۶ میلیونه افغانیو لګښت د ۱۶ میاشتو په موده کې بشپړه شي.
د سیمې مخورو د دې پروژې له پیل څخه هرکلی وکړ او له محلي ادارې، د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت او قراردادي شرکت سره یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP