هرات (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د ایران د خراسان رضوي ولایت والي چې د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ هرات ته راغلی، د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې ویلي چې تهران غواړي له افغانستانه واردات ډېر کړي او د خپل بازار د اړتیا وړ هر ډول توکي له دغه هېواده چمتو کړي.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د سوداګرۍ برخه کې د همکارۍ پراخولو، د سرحدي سوداګرۍ پیاوړتیا، د ترانزیټ اسانتیاوو او د هرات او خراسان رضوي ترمنځ د ګډو اقتصادي فرصتونو ارزولو په اړه خبرې کړې دي.
په یاده ناسته کې د هرات والي شیخ مولانا نوراحمد اسلامجار هیله څرګنده کړه چې د ایراني پلاوي سفر کولای شي د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا، د ګډو بازارونو په وده او د سیمهییزې سوداګرۍ په پراختیا کې اغېزناک رول ولوبوي.
هغه په خپلو خبرو کې د سوداګریزو توکو د لېږد په بهیر کې د هرات – خواف رېلپټلۍ د پراختیا، د ترانزیټي اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکارۍ د اسانتیا لپاره بشپړ چمتووالی د هرات د سیمهییزې ادارې له لومړیتوبونو بللي دي.
د ایران د خراسان رضوي ولایت والي غلامحسن مظفري هم د دواړو ولایتونو ترمنځ د همکارۍ کچې پر زیاتولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې ورسره مل پلاوي په هرات کې د فرصتونو ارزولو، له ظرفیتونو د ګټې اخیستنې، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سوداګریزو خنډونو لرې کولو او د سیمهییزې اقتصادي راکړې ورکړې پر الګو د اسلامکلا بندر بدلولو لپاره دغه ولایت ته سفر کړی دی.
هغه زیاته کړې چې ایران له افغانستانه د وارداتو زیاتولو ته لېوالتیا لري او هڅه کوي چې د خپلو بازارونو اړتیاوې له افغاني تولیداتو پوره کړي.
د یادولو ده، د خراسان رضوي والي تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ته راغلی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP