کابل (پژواک، ۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د غړو هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو په ناسته کې اعلان کړی چې افغانستان په کابل کې د دغه سازمان د راتلونکې ناستې کوربهتوب ته چمتو دی. هغه دغهراز د دې ناستې په څنډه کې د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر سره هم د سوداګریزو همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (پنجشنبه، ۶ لیندۍ) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د «اکو» د اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو وزیرانو ناسته د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د سیمهییزې سوداګرۍ پر زیاتوالي او د ګډو پروژو پر پیاوړتیا په تمرکز سره ترسره شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په دغه ناسته کې په خپلو خبرو کې افغانستان لپاره د «ایکو» سازمان پر اهمیت د ټینګار تر څنګ د سیمې د ترانزیتي څلورلارې په توګه د هېواد ستراتیژیک موقعیت او رول تشریح کړ او په سوداګریزو او ترانزیتي پروژو کې یې د افغانستان د فعالې همکارۍ پر اهميت ټینګار کړی دی.
د سرچینې له قوله، د دې ناستې د پرېکړو په برخه کې غړو هیوادونو څو مهم اسناد او ستراتیژۍ لکه د ایکوتا (ECOTA) سوداګریز تړون د تعدیل لپاره د مذاکراتو ستراتیژي، د سوداګریزو اسانتیاوو د تړون وروستي کولو ستراتیژي، د غړو هېوادونو ترمنځ د ازادې سوداګرۍ (FTA) د تړون چوکاټ او له ۲۰۲۶ څخه تر ۲۰۳۵ کال پورې «ایکو د پراختیا لس کلن لیدلوری» په رسمي توګه تصویب کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، دې اسنادو د «ایکو» راتلونکې اقتصادي او سوداګريزه همکاري مشخصوي او دغهراز د ازادې سوداګرۍ پراختیا، د ګمرکي خنډونو کمولو او د سیمهییز اتصال د پیاوړتیا لپاره زمینه برابروي.
دغهراز، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې افغانستان په دې ناسته کې د سوداګرۍ پراختیا، ترانزیتي اسانتیاوو او د بهرنیو پانګونو جذب لپاره د غړو هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړ؛ داسې ګام چې کولای شي په اقتصادي وده او سیمهییزو همکاریو کې مهم رول ولوبوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر له «ایکو» سازمان ته بلنه ورکړې څو د دې سازمان د وزیرانو راتلونکې ناسته په کابل کې ترسره کړي او ویلي یې دي چې افغانستان د دې مهمې سیمهییزې غونډې د کوربهتوب لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) له ۱۰ هیوادونو څخه جوړ شوی او د اقتصاد، سوداګرۍ، ترانزیت او انرژۍ په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا تمرکز لري. په دې سازمان کې د افغانستان فعاله ګډون د صادراتو پراختیا، د پانګونې جذب او د ترانزیتي ظرفیتونو څخه غوره ګټه اخیستنې لپاره یو ارزښمتن فرصت دی.
د یو بل خبر له مخې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خپل ترکي سیال سره لیدنه کړې ده.
د یاد وزارت له لورې په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر سره لیدلي دي. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په استانبول کې د «ایکو» سازمان د وزیرانو د پنځمې ناستې په څنډه کې د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر عمر پولات سره وکتل.
په یاده لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزې سوداګرۍ کچې لوړېدو په اړه هراړخیزه خبرې کړې. سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخه اقتصادي ظرفیتونه موجود دي خو اوسنی حجم کافي و نه بلل شو او پر پراختیا یې ټینګار وشو.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ترکیې له شرکتونو او موسسو څخه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې لا ډېرې پانګونې وکړي.
د ترکیې د سوداګرۍ وزیر هم په دغه لیدنه کې ویلي چې د ترکیې څو سوداګریزو بنسټونو او ټولنو خپلې استازولۍ په کابل کې پرانیستي؛ دا داسې یو اقدام دی چې له افغانستان سره د ترکیې د همکاریو او پانګونې پراختیا ته د لېوالتیا څرګندونه کوي.
دغهراز، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر ترکیې ته د افغانستان د عمده صادراتو لکه پنبې، تالک ډبرو او ډبروسکرو په اړه خبرې وکړې او د ترکیې وزیر هم په دې برخه کې د همکارۍ چمتووالی اعلان کړ.
دغهراز، دواړه لوري د سوداګرۍ او پانګونې د ګډې کاري ډلې پر جوړولو هوکړې ته رسېدلي او ټاکل شوې چې د دې ډلې لومړۍ ناسته په نږدې راتلونکي کې ترسره شي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر په پای کې د ترکیې د سوداګرۍ وزیر ته بلنه ورکړه چې په مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي او له نږدې د سوداګرۍ او پانګونې پراخ فرصتونه وارزوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP