Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو د برید په تړاو نیول شوی شکمن رحمان‌الله لکڼوال څوک دی؟

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، سپینې ماڼۍ ته نږدې پر دوو امریکایي سرتېرو د ډزو په تړاو نیول شوی شکمن کس رحمان‌الله لکڼوال مخکې په کندهار کې د ځانګړو ځواکونو (کیواېس‌اېف) غړی و، په ​​۲۰۲۱ کال کې امریکا ته تللی او له خپلو پنځو اولادونو سره د واشنګټن په شمال لوېدیځ کې ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، تېره ورځ (چهارشنبه) سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې شوې او سخت ټپیان شوي دي.

له دغه برید وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې پر دغه برید شکمن کس له افغانستانه هغه هېواد ته تللی دی. د هغه په خبره، دا ډول کسان د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال له لازمو امنیتي څېړنو پرته امریکا ته راغلي وو.  ټرمپ ویلي چې حکومت به یې د ټولو هغو افغانانو له سره څېړنه کوي چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال امریکا ته تللي دي.

د راپورونو له مخې، لکڼوال په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

د امریکا د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (USCIS) له دغه برید وروسته اعلان کړی چې د افغان وګړو د کډوالۍ غوښتنلیکونو ته د رسېدنې پروسه یې درولې ده.

یوې سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې د پېښې اصلي انګېزه لا تر اوسه نه ده معلومه او روښانه کېدل یې ښایی اونۍ یا میاشتې وخت ونیسي.

خو هغه وايي چې د عمومي معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې شکمن کس رحمان‌الله نومېږي، ۲۹ کلن دی، پنځه اولادونه لري او د مخیکني حکومت له سقوط وروسته له خپلې کورنۍ سره امریکا تللی، هغه د واشنګټن په ​​شمال لویدیځ کې ژوند کوي او د کډوالۍ اسناد یې د روان کال په اپریل کې منل شوي دي.

د اېن‌بي‌سي (NBC) د راپور له مخې، د لکڼوال یوه خپلوان ویلي چې هغه له مخکینۍ اردو سره تر لسو کلونو کار کولو وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپمټمبر کې د امریکا له ځانګړو ځواکونو سره متحده ایالاتو ته تللی دی. سرچینې زیاته کړې چې لکڼوال د خپلې دندې یوه برخه په کندهار کې په یوه اډه کې تېره کړې وه.

هغه ویلي چې لکڼوال په خوست ولایت کې لوی شوی او له خپلې مېرمنې او پنځو اولادونو سره د واشنګټن په بلینګهم کې ژوند کوي. سرچینه زیاتوي چې لکڼوال د امازون او امازون فلکس لپاره کار کړی دی.

د هغه د هویت کارت، چې یوه کاپي یې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، هم ښیي چې رحمان‌الله لکڼوال له ۲۰۲۱ کال څخه په مخکې کلونو کې په کندهار کې د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو (QSF) غړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.