کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، په لومړي ځل د اقتصادي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په۲۹مه غونډه کې – چې د قزاقستان په کوربتوب په انلاین بڼه جوړه شوې وه – ګډون وکړ.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر په امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو برخو د اسلاميامارت د څلور کلنو لاسته راوړنو، د نشه يي توکو پر وړاندې د پراخې مبارزې، او د سیمییز اتصال په برخه کې د افغانستان مهمجغرافیایي موقعیت په اړه بحث وکړ.
متقي ویلي چې افغانستان چمتو دی له اکو سازمان (اکو ECO) او د سیمې له هېوادونو سره په بیلابېلو برخو کې اړیکې او همکاریزیاتې کړي.
هغه زیاته کړې، غړي هېوادونه کولای شي چې د دغه سازمان په چوکاټ کې د افغانستان له بېلابېلو اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو اوفرصتونو څخه استفاده وکړي.
سرچینې زیاته کړې، غړو هېوادونو له افغانستان سره د اړیکو پراختیا مهمه وبلله او د اسلامي امارت د نشه يي توکو پر وړاندې هڅې اواقتصادي ثبات په برخه کې پرمختګونه یې وستایل او همدارنګه، د سیمې هېوادونو ټینګار وکړ چې د ترانسپورت، کرنې او سوداګرۍ پهبرخو کې لویې سیمهییزې پروژې باید په ګډه پلې شي او د اقلیم بدلون په برخه کي ګډي هڅي ولري.
خبرپاڼه کې راغلي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان د اکو سازمان نهجلا کېدونکی غړی وباله او افغانستان یې د جنوبي اسیاهېوادونو لپاره د سوداګرۍ او ترانزیت تر ټولو نږدې او اغېزمنه لار وښوده.
یاد وزارت د معلوماتو له مخې، غونډه د ۲۰۲۶ کال د بودیجې د تصویب، د سکرتریت د یو کلنو فعالیتونو د ارزونې او د راتلونکې غونډې دنېټې او ځای د ټاکلو په تړاو له پرېکړو وروسته پای ته ورسېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP