Language

د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله نن له نيپال سره لوبېږي

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال له ۱۷ کلنو کم‌عمره ملي لوبډله به نن د ۲۰۲۶ کال د اسيا متلونو جام په مقدماتي سياليو کې خپله درېيمه لوبه له نیپال سره ترسره کړي.

د افغانستان او نیپال ترمنځ یاده لوبه به نن (چهارشنبه) د افغانستان پر وخت د مازدیګر پنځه بجې ترسره شي.

یادې سیالۍ په میانمار کې ترسره کیږي او افغانستان په G ګروپ کې له سوريې، نیپال، میانمار او عمان لوبډلو سره يو ځای دی.

د ويلو ده چې د افغان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې په خپلو تېرو دوو لوبو کې د میانمار او سوریې له لوبډلو څخه ماته خوړلې وه.