مهترلام (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت اړوند د کابل – جلالاباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.
د لغمان د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د کابل ـ جلالاباد پر عمومي لویه لاره، د لغمان ولایت د اووم نمبر شهرا اړوند په کاکڅ په سیمه کې د استانه او سراچه موټرو د ټکر له امله شوې ده.
سرچينې لیکلي چې په دغه پېښه کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په میدانوردګو ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP