Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي ګارډ پر سرتېرو تر برید وروسته واشنګټن او سن ډیګو کې د کورونو تلاشي پیل شوې

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، امریکا کې د وړمې ورځې بريد کې د ملي ګارد له دوو ټپي شوو سرتېرو سارا بیکسټروم مړه شوې او د امریکا فډرال څېړنیزې ادارې په واشنګټن او سن ډیګو کې د دغې پېښې په تړاو د نیول شوي کس رحمان‌الله لکڼوال د کور په ګډون ډېر کورونه تلاشي کړې دي.

د راپورونو له مخې، وړمه ورځ (چهارشنبه) سپینې ماڼۍ ته نږدې د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې شوې او سخت ټپیان شوي دي.

له دغه برید وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې پر دغه برید شکمن کس له افغانستانه هغه هېواد ته تللی دی. د هغه په خبره، دا ډول کسان د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال له لازمو امنیتي څېړنو پرته امریکا ته راغلي وو.  ټرمپ ویلي چې حکومت به یې د ټولو هغو افغانانو له سره څېړنه کوي چې د جو بایډن د ولسمشرۍ پرمهال امریکا ته تللي دي.

د راپورونو له مخې، لکڼوال په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، واشنګټن کې د تېرې ورځې په برید کې ټپې شوې د امریکا د ملي ګارډ غړې سارا بیکسټروم مړه شوه.

دغه برید کې د امریکا د ملي ګارډ یو بل غړی هم ټپي شوی و چې د هغه وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.

دغه‌راز د امریکا فډرال څېړنیزې ادارې (اېف‌بي‌ای) د دغه هېواد د ملي ګارډ پر غړو تر برید وروسته واشنګټن او سن ډیګو کې ګڼ کورونه تلاشي کړې دي.

رویټرز د اېف‌بي‌ای د مشر کاش پټيل په حواله راپور ورکړی چې ځواکونو یې د دغې پېښې په تور د نیول شوي افغان کډوال رحمان‌الله لکڼوال کور هم تلاشي کړی؛ د نوموړي له کوره یې مبایلونه، ایپډ او کمپیوټرونه وړي او د کورنۍ له غړو سره یې مرکې کړې دي.

د امریکا د متحده ایالتونو د تابعیت او کډوالۍ د خدمتونو ادارې (USCIS) له دغه برید وروسته اعلان کړی چې د افغان وګړو د کډوالۍ غوښتنلیکونو ته د رسېدنې پروسه یې درولې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.