Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت د تاجکستان په ختلان کې د درېیو چینايي وګړو وژل کېدل وغندل

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان په ختلان ولایت کې د درېیو چینايي وګړو وژل کېدل غندلي او ویلي یې دي، «په دې پېښه کې هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ او بې‌ثباتۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.»

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي و چې له افغانستان سره د تاجکستان ګډې پولې ته څېرمه هاغاړه د اېس‌اېم شرکت پر کارکوونکو برید شوی او درې چینایي کارکوونکي پکې وژل شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «اسلامي امارت د تاجکستان د ختلان ولایت د شمس‌الدین شاهین په سیمه کې د درېیو تنو چینايي اتباعو د وژل کېدو د ناوړې پېښې په اړه د چین له ولسي جمهوریت او د تاجکستان له جمهوریت سره خپله ژوره خواشیني څرګندوي او دا پېښه په کلکو ټکو غندي.»

خبرپاڼه کې راغلی، اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو له خوا د لومړنۍ ارزونې او معلوماتو پراساس، په دې پېښه کې هغه کړۍ لاس لري چې په سیمه کې د ګډوډۍ، بې‌ثباتۍ او د هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.

بهرنیو چارو وزارت لیکلي، د افغانستان حکومت د تاجکستان له حکومت سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي او د یادې پېښې د عواملو د موندلو په موخه معلوماتي تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.