Language

میدان‌وردګو کې د ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

میدان‌ښار (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د میدان‌وردګو امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي.

د میدان‌وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن له غرمې مخکې د سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د ټوپ دښتې په سیمه کې له یوه مازدا موټر سره د یوې سراچې د ټکر له امله شوې ده.

سرچينې لیکلي چې په دې پېښه کې یوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو په همکارۍ نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.