کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): په مسکو کې د افغانستان سفیر د شمال – سویل ټرانسپورټي دهلیز په درېیم نړۍوال فورم کې ویلي چې له لاجور لارې او د شپږو هېوادونو له ځمکني دهلیز سره د یاد دهلیز نښلول په اوراسیا کې د سترو اقتصادي بدلونونو لامل کېدلای شي.
په مسکو کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د دغه سفارت سفیر مولوي ګل حسن حسن په دغه غونډه کې ویلي چې له لاجورد لارې او د شپږو هېوادونو له ځمکني دهلیز سره د شمال – سویل دهیر نښلول په اوراسیا کې د مهم اقتصادي بدلون لامل ګرځي.
افغان سفارت لیکلی، د فورم نورو ویناوالو هم د دهلیز له ارزښت څخه یادونه وکړه او هم يې د سیمې اقتصادي پرمختګ د افغانستان له ثبات سره تړلی وباله.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، افغان سفير دغهراز د استراخان له سرپرست والي سره په اقتصادي همکاریو، ټرانزیټي اسانتیاوو او هم د افغانستان په ستراتيژيک اهميت خبرې وکړې او همداراز د دغه ښار له سوداګریز بندر څخه یې لیدنه وکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP