Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له امله ۲۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): تېره اونۍ، د پاکستان پوځي رژیم پر خوست، پکتيکا او کونړ بريدونه وکړل، ا.ا وویل چې په مناسب وخت کې به پاکستان ته لازم ځواب ورکړي، د صنعت او سوداګرۍ وزیر هند او ترکيې ته سفرونه وکړل او افغان چارواکو وویل چې ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • مجاهد: اسلامي امارت به په مناسب وخت کې پاکستان ته لازم ځواب ورکړي
  • هند ته د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت سفر؛ پر سوداګریزو اړيکو یې خبرې کړې
  • نورالدین عزیزي د ايکو سازمان ناسته کې: افغانستان د دغه سازمان د راتلونکې ناستې کوربه‌توب ته چمتو دی
  • مولوي کبیر: په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی
  • اورپايي ټولنه: افغان ګډوال دې په امن، احترام او له نړۍوالو معيارو سره سم ستانه کړل شي

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په افغانستان کې د بېلابېلو پېښو له ‌امله ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان وو.

تېره اونۍ د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل، د شپې دوولس بجې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې پاکستان د یوه ملکي کس کور بمبار وکړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون نهه کسان په‌کې شهیدان شول.

دغه راز، هغه وویل چې په پکتيکا او کونړ کې هم پاکستان بريدونه کړي چې له امله یې څلور کسان ټپيان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په کندهار او بلخ کې د زړو ناچادو توکو د چاودنې له امله  پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او نهه نور ټپیان شوي دي.

وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

پر افغانستان د پاکستان برید

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ دوولس بجې په خوست، پکتیکا او کونړ ولايتونو کې له بریدونو وروسته، د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه یاد بریدونه وغندل او ویې ويل چې د خپل هوايي او ځمکني حريم او خلکو دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي.

هغه لیکلي چې د پاکستاني پوځيانو له خوا دغه بریدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړۍوالو نورمونو سره صريح ټکر دی.

له یاد برید وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) د افغانستان پر خاوره د پاکستان د تېرې اونۍ هوایي بریدونو ته غبرګون وښود او ویې ویل چې د پېښې ډېری قربانیان ماشومان دي او د ملکي خلکو خوندیتوب په موخه یې نړۍوالو قوانینو ته د درناوي غوښتنه وکړه.

دغه راز، د م.م د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنېټ هم د افغانستان پر خاوره د پاکستان پوځي رژیم وروستي هوایي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي چې د نړۍوال قانون درناوی او د ملکي وګړو خوندیتوب خورا مهم دي، پاکستان او ښکېلې غاړې باید د خبرو مېز ته ستانه شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکني ځانګړي استازي د افغانستان پر خاوره د پاکستان د پوځي رژیم وروستي هوايي بریدونه غندلي او ويلي يې دي چې د ملکي وګړو په نښه کول او د پراخې جګړې رامنځته کېدو احتمال نه شي کولای د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې حل کړي.

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ (IHR) هم د پاکستان د پوځي رژیم د یاد برید په اړه ویلي، پر هغو سیمو بریدونه چې ملکي خلک په‌کې مېشت دي او د ډېرې مرګ‌ژوبلې لامل ګرځي، له نړۍوالو حقونو او بشردوستانه اصولو جدي ‌سرغړونه بلل کېږي.

دغه راز، د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ځانګړو کومانډو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې ویلي چې هيڅ هېواد ته به «پر افغانستان د تېري» اجازه ورنه کړل شي، هيڅ هېواد دې د افغانستان خاورې او حریم ته په بد نظر نه ګوري او د افغانانو صبر دې نه ازمايي.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ، د افغانستان د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ناروې هېواد له شارژدافیر سره ليدنه کې وويل چې افغانستان د سيمې له هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره د متقابل احترام په لرلو سره اړيکې غواړی او پاکستان باید د زور ویلو او بې‌ثباتۍ پر ځای خبرو او ثبات ته لومړيتوب ورکړي.

تېره اونۍ، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، د سولې عالي شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله او ځینو نورو سیاستوالو هم پر سختو ټکو غندلي دي.

هند او ترکيې ته د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ د وزیر سفرونه

د راپورونو له مخې، وړمه اونۍ د افغانستان د صعنت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په پنځه ورځنی سفر هند ته ولاړ.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې چې تېره اونۍ خپره شوې راغلي چې د دغه سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او وارداتو او صادراتو پر پراخولو متمرکز و او هلته یې د هند له دولتي چارواکو او خصوصي سکټور سره افغانستان کې په ځانګړې توګه د درملو برخه کې د پانګونې په تړاو خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ یوه افغان شرکت له یوې هندۍ‌ کمپنۍ سره د درملو سکټور کې د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک‌ لاسلیک کړ.‌

دغه راز، د صنعت او سوداګرۍ وزیر تېره اونۍ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) غړو هېوادو د وزیرانو غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته ولاړ.

عزیزي په یاده ناسته کې اعلان وکړ چې افغانستان په کابل کې د دغه سازمان د راتلونکې ناستې کوربه‌توب ته چمتو دی.

هغه دغه‌راز د دې ناستې په څنډه کې د ترکیې د سوداګرۍ له وزیر سره هم د سوداګریزو همکاریو پر زیاتوالي خبرې وکړې.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ یو لوړپوړی ایرانی پلاوی چې ۶۵ کسان په‌کې شامل وو، د ایران د خراسان رضوي ولایت د والي، غلام‌حسین مظفري په مشرۍ د اسلام‌کلا له لارې هرات ته راغی.

یاد پلاوي له افغان چارواکو او سوداګرو سره په لیدنه کې د سوداګرۍ برخه کې د همکارۍ د پراخولو، د سرحدي سوداګرۍ د پیاوړتیا، د ترانزیټ د اسانتیاوو او د هرات او خراسان رضوي ترمنځ د ګډو اقتصادي فرصتونو ارزولو په اړه خبرې وکړې.

د ایران د خراسان رضوي ولایت والي ویلي چې تهران غواړي له افغانستانه واردات ډېر کړي او د خپل بازار د اړتیا وړ هر ډول توکي له دغه هېواده چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې نږدې یوې مياشتې راهيسې له پاکستان سره سوداګریزې لارې بندې دي او د افغانستان د ماليې وزارت ویلي چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړيکو په پرې کېدو سره د افغانستان پر سوداګریز بهیر منفي اغېز نه دی کړي؛ او ورسره نړۍوال بانک اعلان وکړ چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو پر تړل کېدو سربېره د روان کال د سپټمبر میاشتې په پرتله په اکټوبر کې د افغانستان صادرات ۱۳ سلنه او د تېر کال د اکټوبر میاشتې په پرتله ۳.۷ سلنه ډېر شوي دي.

کډوال

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپورونه پر خپله اېکس‌پاڼه خپاره کړي چې له مخې یې، تېره اونۍ له ایران او پاکستان څخه ۷۳۶۱ کورنۍ چې څه باندې ۳۹زره کسان کېږي، په اجباري ډول هېواد ته راستنې شوي دي.

د راپورونو له مخې، تېره اونۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې له مرستیالې او د بحرانونو مدیریت برخې له مشرې  شکونودا سره په لیدنه کې ویلي و چې د ژمي په رارسېدو سره د راستنو شوو کډوالو ستونزې ډېرې شوې او په ګاونډیو هېوادونو کې هم د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې مرستیالې او د بحرانونو مدیریت برخې مشرې شکونودا ویلي چې افغان کډوالو موضوع د ملګرو ملتونو د پرمختیایي ادارې لپاره لومړیتوب لري او یادونه یې کړې وه چې د افغان کډوالو د ستونزو پر دایمي حل کار کوي.

په یاده لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي وو چې د ژمي په رارسېدو سره د راستنو شوو ستونزې ډېرې شوې او په ګاونډیو هېوادونو کې هم د پاتې افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

دغه راز، تېره اونۍ مولوي عبدالکبیر د ترکیې له سفیر جنک اونال سره په لیدنه کې په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره پر اصولي چلند ټینګار کړی و او د ترکیې وېزو ترلاسه کول یې یاد هېواد ته د ناقانونه تګ په مخنیوي کې مهم بللي و.

دغه راز، په بهرنيو چارو او سياسي امنيت په برخه کې د اروپايي ټولنې استازې کایا کالاس د پاکستان د لومړي له مرستیال او د بهرنيو چارو له وزیر اسحاق دار سره په لیدنه کې ویلي و چې خپل هېواد ته د افغان ګډوال ستنېدل په امن، محترمانه او له نړۍوالو معيارو سره سم ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.