Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور تیوره کې د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړېدو چارې پیل شوې

فېروزکوه (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): په غور کې ځايي مسوولین د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د نږدې ۶ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو د یوې شبکې جوړېدو چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۲۲۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د رسنیو د دفتر مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن (شنبه) د دغه ولایت د تیورې ولسوالۍ په «ارپتوی» کلي کې د ۵ میلیون او ۹۸۸ زره او ۷۹۰ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې.

هغه زیاته کړه، په دغه پروژه کې د ۳۰ مترمکعب اوبو د زرمه کولو په ظرفیت د یوې ذخیرې، د ۷۸ شېردهنو او ۷۵۴۳ متر نل‌لیکې غځول په کې شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اوبو رسولو یادې شبکې په جوړېدو سره به ۲۲۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

دغه‌راز، د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې د کلیو پراختیا او بیارغونې ادارې د هڅو ستاینه وکړه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.