Language

زابل کې په یوه ترافیکي پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کلات (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): زابل کې روغتیایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د زابل د عامې روغتیا ریاست د نشراتي څانګې مسوول احمدالله احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته ‎د زابل ولایت د مرکز کلات اړوند د کاکړانو چینې سیمه کې د یوه لوکسل موټر چپه کېدو له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

Related Topics