Language

لوګر کې د ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

پل‌علم (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰): د لوګر امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په مرکز پل‌علم کې د يوې ترافيکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازديګر د مرکز پل‌علم په خضر سیمه کې د یوه اکوا موټر چپه کېدو له امله شوې ده.

هغه وویل چې په پېښه کې درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

انس وایي چې د پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدول شوي دي.

Related Topics