Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې سږ کال د خلکو په شخصي لګښت شلو ښوونځیو او مدرسو ته ودانۍ جوړې شوې دي

غزني‌ښار (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني د پوهني ریاست وایي چې د دغه ولایت خلکو سږ کال د ښوونې او روزنې پراختیا لپاره له دغه ریاست سره ۴۰ میلیون افغانۍ نغدي مرسته کړې او د شلو ښوونځیو او مدرسو لپاره یې په خپل شخصي لګښت ودانۍ جوړې کړې دي.

د غزني د پوهنې رییس مولوي نصیراحمد حسیني پژواک خبري اژانس ته وویل، د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې د غزني په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې خلکو د پوهني له ریاست سره د ۴۰ میلیون افغانیو نغدي مرسته کړې، د ۲۰ ښوونځیو او مدرسو لپاره یې ودانۍ جوړې کړې او دغه‌راز  ۱۰۰ جریبه ځمکه یې هم د پوهني ریاست ته وقف کړې ده.

هغه زیاته کړه، یادو ښوونځیو او مدرسو ته ودانۍ په مرکز غزني، جاغوري، قره‌باغ، جغتو، ناور، مقر، ناوې او اندړو ولسوالیو کې جوړې شوې دي.

د نوموړي په خبره، نغدي پیسې په ښوونځیو کې د تعلیم د کیفیت ښه‌والي، اداري وسایلو او قرطاسیې پېرلو، ترمیماتو او نورو برخو کې لګول شوې دي او زیاتوي چې دا ډول همکارۍ د تعلیم د ودې او پراختیا لپاره مهمې دي.

حسیني وویل د نوو ودانیو په جوړېدو سره د زرګونو زده‌کوونکو لپاره د مناسب درسي چاپېریال زمینه برابره شوې ده.

هغه دغه‌راز زیاته کړه چې پر وقف شوو ځمکو به په راتلونکي کې د پوهنې وزارت یا د موسسو په مالي همکارۍ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي.

د پوهنې ريیس له ټولو مرسته‌کوونکو مننه وکړه او ویې ویل چې دا لړۍ به د نورو سیمو لپاره هم یو الهام‌بښونکی مثال وي.

ده وویل، ولسونه اوس پر دې پوه شوي چې بې له تعلیم او تربیې ترقي ناشونې ده؛ نو ځکه د پوهنې ریاست سره اوږه په اوږه په هره برخه کې درېږي.

ورته مهال، د سیمې دیني عالمان، مشران او فعالان دغه کار د پوهنې پراختیا برخه کې د خلکو د بې‌سارې احساس نښه بولي.

د غزني قره‌باغ ولسوالۍ د قلیاقول سیمي یوه مشر زوار پژواک ته وویل: «ولسونه اوس پر دې پوه شوي چې له بدمرغۍ د خلاصون يوازېنۍ لار پر زده‌کړو سمبالېدل دی؛ نو ځکه خلک هڅه کوي چې له همدې لارې خپلو اولادونو ته د ليک لوست زمينه برابره کړي.»

د جغتو ولسوالۍ یو قومي مشر صفدرخان وایي: «له نېکه مرغه د غزني مرکز او اړوندو ولسوالیو مېشت ولسونه د اسلامي نظام تر شا ولاړ دي؛ لکه د مکاتبو په جوړونه، د مدارسو په جوړونه او نورو کې خپله ونډه اخلي او همدارنګه د غزني خیریه بنسټونه هڅه کوي چې له اسلامي امارت سره په دې برخه کې همکاري وکړي.»

د غزني یوه ټولنیز فعال محمدجمعه تره‌کي پژواک ته وویل، د غزني خلک او سوداګر له حکومت سره همکار دي، خو له حکومته غواړي چې د پوهني کیفیت لوړولو ته پاملرنه وکړي.

د یادونې ده، په تېرو درېیو کلونو کې د غزني د خلکو له‌ خوا د پوهنې، روغتیا، کرنې او نورو زیربنایي برخو کې له ۱۰۰ زیاتې ټولنیزې پروژې پلې شوې او دغه بهیر لا هم دوام لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.