Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني پای ته ورسېده

پل‌علم (پژواک، ۸ لړم ۱۴۰۴): د لوګر سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم اړوند «بابوس» کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۲۰ کلنه دښمني د سیمه‌ییزو مسوولینو، دیني علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د لوګر د والي ویاند صدیق‌احمد صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه شخړه شل کاله مخکې د کورنیو ستونزو له امله رامنځته شوې وه چې په ترڅ کې یې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي او یو کس ټپي شوی و.

صدیقي زیاته کړه چې دغه دښمني د سیمه‌ییزو مسوولینو، دیني عالماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده او ښکېلو خواوو یو بل ته بښنه وکړه.

په غونډه کې د لوګر قومي مشرانو، دیني علماوو او جهادي څېرو د اسلامي اصولو له مخې د عفوې ارزښت بیان کړ او دواړو کورنیو ته یې د سوله‌ییز ژوند سپارښتنه وکړه.

ښېکلو کورنیو هم یو بل ته بښنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له دې وروسته به په سوله‌ییزه فضا کې ژوند کوي او دښمني به په بشپړ ډول پای ته رسوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.