Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د ۴۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک جوړولو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۹ لیندۍ ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وايي چې د بلخ په کشنده ولسوالۍ کې د ۴۵۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۸ کیلومتره سړک د ډیزاین او جوړولو چارې پیل شوې دي.

د ټولګټو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه سړک د ډیزاین او جوړولو چارې د دغه وزارت د تخنیکي معین مولوي عبدالکریم فاتح، د بلخ د مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس، د دغه ولایت د ټولګټو د رییس مولوي عبدالصبور صابر او یو شمېر ځايي مسوولین او قومي مشرانو په حضور کې پیل شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې دغه سړک ۱۸ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ کیلومتره سور لري او په اوږدو کې یې یو پل، استنادي دېوالونه، معبرونه او یو شمېر پلچکونه هم جوړېږي.

یاد وزارت څرګنده کړې چې د دغه سړک د کار په جریان کې به د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او د دې پروژې له بشپړېدو وروسته به د بلخ د کشندې او زارع ولسوالیو او د سرپل د ګوسفندي او بلخاب ولسوالیو د خلکو د تګ ‌راتګ او دغه‌راز د بلخ د سفید‌سنګ د ډبرو سکرو کان او د سرپل د بلخاب د ډبرو سکرو کان د استخراج او پروسس او د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد برخو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

د ټولګټو وزارت ویلي چې د دې پروژې کار به په ۲۲ میاشتو کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د بلخ ـ شبرغان عمومي سړک د لومړۍ برخې د ډیزاین او جوړولو چارې چې ۲۵ کیلومتره اوږدوالی یې درلود، د څه باندې ۴۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت پیل شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.