کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزرات وايي چې اوزبېکستاني پلاوی د غوښې پېرلو، فاریاب ولایت کې د باغونو جوړولو او د کرنیزو تخمونو په برخه کې د همکارۍ په موخه کابل ته راغلی دی.
د کرنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان د کرنې،اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولويصدراعظم عثماني، د یاد وزارت په مقر کې د اوزبېکستان دکرنې او مالدارۍ له مرستیال جمشید عبدوذوکروف او مل پلاويسره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، اوزبیکستاني پلاوي په دې لیدنه کې ویلي چېافغانستان ته د سفر موخه یې د غوښې پېرل، فاریاب په ولایت کې د بڼونو جوړول او د کرنیزو تخمونو په برخه کې همکاري ده.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې اوزبېکستان ته د غوښې پر صادراتو، د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالی کې د بڼونو پر جوړولو او د اصلاح شویو تخمونو په برخه کې پر همکاریو بحث وشو.
مولوي صدراعظم عثماني ویلي چې افغانستان او اوزبېکستان تاریخي اړیکې لري او د کرنې وزارت هڅه کوي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ لا پراخې او نږدې شي.
هغه زیاته کړې، د افغانستان خصوصي سکتور د غوښې د تولید او صادراتو په برخه کې د همکارۍ بشپړه وړتیا لري او په افغانستان کې د لویو او معیاري فارمونه د جوړېدو وړاندیز یې کړی دی.
جمشید عبدوذوکروف هم ویلي چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۴۱۰ میلیونه ډالرو څخه ۶۱۰میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده او اوزبېکستان غواړي د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې همکارۍ پراخې کړي.
هغه د خپل سفر موخه د غوښې پېرل، د فاریاب په ولایت کې د بڼونو جوړول او د کرنیزو تخمونو په برخه کې همکاري بللې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP