فېروزکوه (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۴): په غور کې د ښوونځیو زدهکوونکو ته د تقویتي ټولګیو جوړېدل داسې یو اقدام دی چې خپله زدهکوونکي، د هغوی ولیان او د پوهنې برخې متخصصین یې د زدهکړې برخه د ماشومانو لپاره اغېزناک بولي او د ډېرېدو غوښتنه یې کوي.
تقویتي ټولګي د هغو زدهکوونکو لپاره جوړېږي چې ښوونځي ته ځي، خو د زده کولو کچه یې د ټولګي له معیاره ټیټه وي او یا د غیرحاضرۍ له امله یو څه درسونه ترې تېر وي او تکرار ته یې اړتیا ولري.
دغه راپور د تقویتي ټولګیو اهمیت څېړي؛ کوم چې د زدهکړو د تشو په ډکولو او له زدهکوونکو سره د زدهکړې ستونزو په حل کې مهم رول لوبوي او مسوولین وايي چې دا ډول ټولګي د موسسو په همکارۍ جوړېږي.
ارسو، یوه له دغو موسسو ده چې په غور ولایت کې فعالیت کوي.
په غور کې د دې موسسې د ښوونې او روزنې رییس علي اشراق پژواک خبري اژانس ته وویل: «له نېکه مرغه موږ په غور ولایت کې د زدهکړو دوه پروژې پر مخ وړو چې په مرکز فېروزکوه، مرغاب، دولتیار، چهارسده، تولک، ساغر او دولینه ولسوالیو کې د زدهکړو څه باندې ۳۵۰ فعال تقویتي ټولګي دي او د ډونر له خوا یې ملاتړ کېږي.»
هغه وويل چې د دې موسسې د تقویتي ټولګیو پروګرام له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري تمویلېږي.
هغه زیاته کړه، ټول تقوتي ټولګي د زدهکړو پر پرمختللو امکاناتو سمبال دي چې د زدهکوونکو او ښوونکو لپاره د زدهکړو او روغتیايي بستې پهکې شاملې دي.
د هغه په خبره، ټول جوړ شوي ټولګي د غور په لرو پرتو سيمو کې فعالیت کوي او دمګړۍ څه باندې لس زره زدهکوونکي په دغو تقویتي ټولګيو کې زدهکړې کوي.
هغه په ټینګار وویل چې د دغو ټولګیو ډېری زدهکوونکو په زدهکړه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
په غور کې د ماشومانو د زدهکړو د ودې لپاره د یو ځوان هڅې
د غور ولایت له مرکز فېروزکوه ښاره دوولس کیلومتره لرې په «قطمس» کلي کې د کتابونو د پاڼو اړولو او د ماشومانو د خندا غږ د تقویتي ټولګي د جوړېدو پایله ده چې د عزیز ثاقب په نوم د یوه ځوان له خوا تدریسېږي.
ثاقب چې ۳۸ کلن دی او د غور پوهنتون د کیمیا له څانګې فارغ شوی، وايي چې هغه له پنځو کلونو راهیسې د ارسو له موسسې سره د تقویتي ټولګیو برخه کې کار کوي، له لومړي تر پنځم ټولګي د ریاضي، ساینس، تعلیماتو، تاریخ، جغرافیې او اسلامي تعلیماتو مضامین تدریسوي، خو له دې مخکې یې څو کاله زدهکوونکو ته د ښوونځي، په ځانګړې توګه ساینسي مضامین په وړیا توګه تدریس کړي دي.
ثاقب چې د ۲۸ نجونو او هلکانو یوه ټولګي ته یې د درېیم ټولګي ریاضي تدریساوه وویل: «دا تقویتي ټولګی د درسونو په زده کولو کې د کمزورتیا د حل او درسونو ته د زدهکوونکو د هڅونې لپاره حوړ شوی څو وکولای شو د دوی د زدهکړې کچه لوړه کړو، زه خوشحاله یم چې له دې هڅې مې ښه پایله ترلاسه کړې ده.»
هغه زیاته کړه: «د پوهې څراغ باید په هر کور کې روښانه وي، زموږ ولایت باید تر ټولو پوه ځوانان ولري، دا زما یوه هیله ده.»
ثاقب وايي: «په ډېرو کورنیو کې مور او پلار او په ځينو کورنیو کې له دوی یو د سواد له نعمته بېبرخې دي او زه هڅه کوم چې له زدهکوونکو سره مرسته وکړم څو ښه زدهکړه وکړي او په ښوونځي کې ښه پرمختګ ولري.»
ثاقب چې د بېکارۍ په وخت کې له خپل پلار سره په کرونده کې هم کار کوي وايي، هره ورځ له یوې بجې څخه تر پنځو بجو پورې د خپل کلي ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته درس ورکوي او په بېلابېلو وختونو کې د بېلابېلو مضامینو تدریس کوي.
د بدلون هیله؛ د غور د دوو زدهکوونکو کیسه
د غور په یوه تقویتي ټولګي کې د نویدالله په نوم یو ارام خو هڅاند زدهکوونکی ساده خو الهامبښونکی داستان لري؛ دا کیسه د بدلون، هیلې او د زدهکړې د جرئت پیدا کولو کیسه ده.
هغه چې د فیروزکوه ښار د قطمس کلي یو اوسېدونکی او د همدې سیمې د یوه ښوونځي د درېیم ټولګي زدهکوونکی دی او په یوه تقویتي ټولګي کې له ۲۷ نورو زدهکوونکو سره د ریاضي په زدهکړه بوخت دی وايي: «پلار مې سواد نه لري، مور مې سواد نه لري، ما چې په ریاضي کې کومه ستونزه درلوده، اوس حل شوې او درسونه ښه زده کوم.»
هغه وايي، پخوا یې په ریاضي کې جدي ستونزې لرلې او ځیني وختونه به د ښوونکې له لوري وهل کېده خو د تقویتي ټولګي له درسونو نږدې دوه میاشتې وروسته یې ستونزه تر ډېره حل شوې ده.
په «کندیول» کلي کې چې د فېروزکوه ښار له لرو پرتو سیمو څخه ده، هم ماشومان په تقویتي ټولګیو کې په زدهکړه بوخت دي.
۱۳ کلن قربان چې د کندیول د یوه ښوونځي د پنځم ټولګي زدهکوونکی دی او په دغه کلي کې په تقویتي ټولګیو کې شامل شوی هم وايي، په ساینسي او ریاضي مضامینو کې یې ستونزې لرلې او په کور کې هيڅوک ورسره مرسته نه شي کولای؛ ځکه د هغه مور او پلار د سواد له نعمته بېبرخې دي.
قربان وايي: «یو کال کېږي چې په دغه ټولګي کې چې د ارسو موسسې له خوا جوړ شوی، درس وایم، استاد مو موږ ته ډېر ښه درس راکوي. قلم، کتاب او کتابچه هم وړیا ترلاسه کوو.»
والدین: تقویتي ټولګيو زموږ د ماشومانو په زدهکړه کې ښهوالی راوستلی
د کلي یو اوسېدونکی خداداد چې کله خپل زوی ګوري چې په لېوالتیا درس لولي، د زړه له تله موسکا کوي. هغه د دغو تقویتي ټولګیو له جوړېدو په ستاینې سره وویل: «زوی مې په ریاضي کې ډېره ستونزه لرله خو له هغه وخته چې دا ټولګی جوړ شوی، په زدهکړه کې یې ډېر ښه بدلونونه راغلي او درسونه ښه زده کوي.»
بلخوا، د دوو نورو زدهکوونکو پلار عبدالرؤوف چې په قطمس کلي کې په یوه تقویتي ټولګي کې درس لولي وايي: «له هغه وخته چې دا وړیا صنف جوړ شوی، اولادونه مې ډېره ښه زدهکړه کوي او اوس الحمدالله د ښوونځي په درسونو کې ستونزه نه لري. ډېرو اولادونو مې په ریاضي کې ستونزه لرله.»
یادو دواړو ولیانو د «ارسو» موسسې او د غور د پوهنې له ریاست څخه د مننې کولو ترڅنګ د دې ډول ښونیزو پروګرامونو د پراخېدو غوښتنه وکړه.
د ښوونیزو چارو کارپوه: تقویتي ټولګي؛ د زدهکړې د ښهوالي اغېزناکه لار
په غور ولایت کې د ښوونې او روزنې کارپوه میراحمد رحیمي پر دې اند دی چې په لرو پرتو سیمو کې تقویتي ټولګي د زدهکوونکو د زدهکړو په ښهوالي کې مهم رول لري؛ په ځانګړي توګه هغه زدهکوونکو ته چې په کورنۍ کې د درس برخه کې د مرستې څوک نهلري او یا په سیمو کې یې ښوونیز کورسونه نشته.
هغه زیاتوي چې تقویتي ټولګي د زدهکوونکو درسي خالیګاوې جبرانوي او د علم زده کولو ته د هغوی انګېزه ډېروي.
هغه وايي: «تقویتي ټولګي هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته چې په زده کولو کې د ستونزې درلودو له امله ښوونځي ته نه تلل او زړونه یې له زدهکړو تور شوي وو، انګېزه ورکوي چې ښوونځي ته ولاړ شي؛ ځکه ښوونکي په تقویتي ټولګیو کې د زده کولو په بهیر کې له هغوی سره ډېره مرسته کوي.»
میراحمد رحیمي په دغه ولایت کې د تقویتي ټولګیو پر ډېرېدو ټینګار وکړ او په دغه ولایت کې د پوهنې له ریاست او مرستندویه موسسو غواړي چې دې برخه ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړی وايي، له دې امله د تقویتي ټولګیو پر جوړېدو ټینګار کوي چې په یاد ولایت کې ډېری کسان د سواد له نعمته بېبرخې دي یا لوړه تعلیمي کچه نهلري، نو پر دې اساس نهشي کولای د درسونو برخه کې له خپلو اولادونو سره مرسته وکړي او ماشومان یې د خپلو درسونو زده کولو برخه کې ستونزه لري.
د غور د پوهنې ریاست: ۹۷۷ ځايي، تقویتي او د چټکو زدهکړو ټولګي د څه باندې ۲۸ زره زدهکوونکو په شتون سره فعال دي
د غور د ښوونې او روزنې امر مفتي محمدحافظ صابري وايي: «غور ولایت کې ۹۷۷ ځايي، د چټکو زدهکړو او تقویتي ټولګي چې د څلورو موسسو له لوري یې ملاتړ کېږي، فعال دي او په دغو ټولګیو کې ۲۸ زره او ۳۵۵ زدهکوونکي په زدهکړو بوخت دي. دغه ټولګي ډېر ګټور دي او د دولتي ښوونځیو په پرتله یې د زدهکوونکو ظرفیت لوړ دی.»
د چټکو زدهکړو ټولګي هغو ماشومانو ته جوړېږي چې له رسمي زدهکړو شا ته پاتې یا ښوونځي ته یې د تلو فرصت نه درلود. په یادو ټولګیو کې اساسي او بنیادي بحثونه په لنډ وخت کې تدریسېږي څو زدهکوونکي وکولای شي له خپلو همځولو سره په یوه کچه برابر شي او د ښوونځي رسمي ټولګیو ته لار ومومي.
ځايي ټولګي هغه ټولګي دي چې په کلیو او یا لرو پرتو سیمو کې جوړېږي؛ هغه ځایونو کې چې ماشومان د ډېر واټن، مناسبې لارې نشتون یا د امکاناتو کمښت له امله اصلي ښوونځي ته د تلو توان نهلري.
نوموړي زیاته کړه چې تقویتي ټولګي په هغو سیمو کې جوړېږي چې ډېری زدهکوونکي د زده کولو له ستونزې سره مخ وو.
صابري د یادو ټولګیو پر دوام ټینګار کوي او له ښوونکو دغهراز د موسسو له مسوولینو غواړي څو له یادو پروګرامونو ملاتړ وکړي؛ ځکه په وینا یې، دغه لړۍ کولای شي په غور کې د پوهنې د کیفیت په ښهوالي کې مهم رول ولوبوي.
د غور د پوهنې ریاست د ښوونې او روزنې امر د تقویتي ټولګیو د ډېرېدو په اړه د خلکو د غوښتنو په اړه وویل، د تقویتي ټولګیو جوړېدل د موسسو په ملاتړ پورې اړه لري، د پوهنې ریاست هڅه کوي چې په دې برخه کې موسسې وهڅوي.
تقویتي ټولګي د هېواد په نورو ولایتونو کې هم فعالیت لري. پژواک په دې اړه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د پوهنې له وزارت سره اړیکه ونیوه، خو د دغه راپور تر خپرېدو پورې یې ځواب ترلاسه نه کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP