کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې د دولتي او خصوصي سکټورونو له استازو جوړ د اوزبېکستان یو پلاوی د تخنیکي همکاریو ارزونې او د کرنیزې راکړې ورکړې ډېرېدو په موخه کابل ته راغلی دی.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن (یکشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې یاد پلاوی د اوزبېکستان د کرنې وزارت د معین په مشرۍ کابل ته راغلی دی.
د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې د اوزبېکستان پلاوی د افغانستان د کرنې وزارت له مسوولینو او د خصوصي سکټور له استازو سره په لیدنه کې د همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د کرنې او مالدارۍ برخو کې د ګډو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد سفر د تخنیکي همکاریو ارزونې، د کرنیزې راکړې ورکړې ډېرېدو او د دواړو هېوادو ترمنځ د تعاملاتو پياوړتیا په موخه شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP