کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د ریاستالوزرا ادارې مرستیال وايي چې اسلامي امارت کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته د صادراتو، د تولیدي فابریکو جوړولو او کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د پانګونې فرصتونه برابر کړي دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون ماښام (شنبه) د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسوولینو او د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، حنفي سوداګرو او پانګهوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره د اسلامي امارت له پاملرنه ډاډ څرګند کړی او له ملي سوداګرو یې غوښتي څو له شته فرصتونو په ګټه اخیستنې سره د هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې لا زیاته ونډه واخلي.
په همدې حال کې، په دې غونډه کې د پانګونې خونې مسوولینو او یو شمېر سوداګرو هم ویلي چې د سوداګرو او پانګهوالو لپاره تر ټولو مهم موارد ځاني او مالي امنیت، د ملاتړ ترلاسه کول او د حکومت له خوا د اسانتیاوو برابرول دي.
د دوی په خبره، اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو په ملاتړ امنیت په ښه بڼه تامین کړی او دا چاره په هېواد کې پانګونې ته د سوداګرو د هڅونې لامل شوی دی.
سرچینې لیکلي، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو او سوداګرو هم د سوداګرۍ په برخه کې د ټرانسپورټ او توکو د لېږد رول ته په اشارې سره له اسلامي امارته غوښتي څو د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد او مواصلاتي لارو برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP