کابل (پژواک، ۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د کار او ټولنیزو چارو وزیر بهر ته د افغان کارګرو لېږلو ټولنې له رییس سره په لیدنه کې بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرو لېږلو پر څرنګوالي، هلته د مېشتو افغان کارګرو د اوسني وضعیت، د ستونزو د حل او د هغوی د حقوقو خونديتوب په اړه خبرې کړې دي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت وزیر ملا عبدالمنان عمري بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد د اتحادیې له رئیس حاجي نورالله فدوي او مل پلاوي سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي، په کتنه کې د دواړو لورو له خوا بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږد پر څرنګوالي، هلته د مېشتو افغان کارګرانو د اوسني وضعیت، د ستونزو د حل، د حقوقو د خونديتوب او اړتیاوو، د بهرنیو چارو وزارت په ملتیا کارګرمنونکو هېوادونو ته له اتحادیې سره ثبت شرکتونو د رسمي معرفت، په قطر او نورو هېوادونو کې د افغان کارګرانو د لېږد د اتحادیې لپاره د رسمي دفترونو پرانيستلو او نورو موضوعاتو په اړه په تفصیلي ډول خبرې اترې وکړې.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر له یادې اتحادیې غوښتي چې په خپلو کاري فعالیتونو کې نورې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ په کارګرمنونکو هېوادونو کې د افغان کارګرانو لپاره بازارموندنه وکړي او اسلامي امارت ته هغه شرکتونه وروپېژني چې په غیرقانوني ډول بهر ته افغان کارګران استوي، څو قانوني چلند ورسره وشي.
ده ویلي: «تمه ده په نږدې راتلونکي کې د ایران اسلامي جمهوریت د کارپنځونې مرستیال کابل ته سفر وکړي او غوره به وي چې په ګډه خپلې غوښتنې له هغوی سره شریکې کړو.»
د افغان کارګرانو د لېږد اتحادیې رییس نورالله فدوي هم ویلي: «موږ د افغانستان له اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو، او هيلهمن یو چې د اتحادیې ستونزې او ننګونې هم په پام کې ونيول شي؛ د قانوني فعالیت لپاره یې جوازونه پر خپل وخت تمدید شي، بهرنۍ کاري اړیکو ته یې د ټینګښت زمینه برابره شي او بهر ته په قانوني ډول د افغان کارګرانو د لېږد پروسه یوازې له هغوی سره په نږدې همکارۍ او همغږۍ پر مخ یووړل شي.»
ده ویلي، په پای کې دواړو لورو په متقابلې او نږدې همکارۍ ټینګار وکړ او ژمنه وشوه چې ټول کارونه به په پوره همغږۍ پر مخ بیايي.حسرت
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP