جلالاباد (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې په دغه ولایت کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یوه ښځه ټپې شوې ده.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه د چپرهار ولسوالۍ په «غلام ډاګ» سیمه کې د یوه موټرسایکل غورځېدو له امله شوې چې چلوونکي یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې دویمه پېښه د مومندرې ولسوالۍ مربوطاتو کې یوه سراچه موټر دوه ښځې وهلې چې یوې ژوند له لاسه ورکړی او بله ټپي شوې ده.
د ننګرهار امنیې قومندانۍ ټولو چلوونکو ته یو ځل بیا سپارښتنه کړې چې د ترافیکي اصولو جدي رعایت وکړي او د خلکو ژوند دې په پام کې ونیسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP