Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې ١٦٩ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

ګردیز (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د پکتیا سیمه‌ییز مسوولین وایی چې د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ٣٣٨ میلیون افغانیو په لګښت د ١٦٩ پرمختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د پکتیا ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې پروژې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرامپه چوکاټ کې د یونپس دفتر په مالي ملاتړ پلې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې یادې پروژې د زرمت ولسوالۍ په ١٥٥ کلیو کې د ٣٣٨ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړې شوې دي.

د پکتیا ولایت مقام د معلوماتو له مخې، په دغو ۱۶۹ پروژو کې کانګریټي سړک، پل، پلچکونه، استادي دیوالونه، کانالونه، اوبو ساتنېذخیرې، کاریزونو او ویالې شاملې دي او د پلې کېدو پر مهال یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او زرګونه کورنۍ به مستقیماو غیر مستقیم ډول ترې ګټه اخلي.

د پکتیا مرستیال والي، شـیخ انعام الله صلاح الدين د یادو پروژو ګټې اخیستنې مراسمو کې ویلي چې په دې پروژو پلې کېدو سره دزرمت خلکو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

هغه زیاته کړې اسلامي امارت هڅه کوي چې د خلکو لپاره نورې پروژې هم په تدریجي توګه تطبیق کړي او په ولسونو يې غږ کړی چې دیادو پروژو ساتنې په برخه کې خپل مسوولیت په ښه ډول درک او ساتنه یې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.