Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مسوولین: د روان میلادي کال په لسو میاشتو کې هېواد کې د اېډز ۳۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت مسوولین په داسې حال کې د اېډز (اېچ‌ای‌وي) پر وړاندې پر مبارزه او په دې برخه کې د عامه پوهاي پر زیاتوالي ټینګار کوي چې د شمېرو له مخې، د روان ميلادي کال په لسو میاشتو کې په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ ۳۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

نن (دوشنبه) د اېډز ناروغۍ د نړۍوالې ورځې په مناسب چې د ډسمبر له لومړۍ نېټې سره سمون خوري، د «عامه پوهاي او له اېډز ناروغۍ سره مبارزه) تر سرلیک لاندې د عامې روغتیا وزارت په تالار کې غونډه جوړه شوه چې د وزارت مسوولینو او د نړۍوالو سازمانونو استازو په‌کې ګډون کړی و.

په افغانستان کې د اېډز، ساري ناروغیو او هپاټیټ ناروغیو د کنټرول د ملي پروګرام رییس عبدالرحمن شیرین‌دل په دې ناسته کې وویل چې د ۲۰۲۵ کال له جنوري تر اکتوبر میاشتې د ۸۲ زره او ۲۵۵ کسانو وینه د ایچ‌ای‌وي د تشخیص لپاره معاینه شوې چې له ډلې یې په ټول هېواد کې ۳۰۰ مثبتې پیښې ثبت شوې دي.

هغه زیاته کړه چې د هېواد په اتو ولایتونو کې د اېډز، جنسي ناروغیو او هپاټیټ د مخنیوي، کنټرول او درملنې خدمات د ګلوبل فنډ مرکزونو او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له لوري وړاندې کېږي.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال قاري عبدالولي صدیقي په دې غونډه کې وویل چې د عامه پوهاوي ټیټه کچه د اېډز په ګډون، د ساري ناروغیو د لېږد یو له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د دې ناروغۍ د زیات خپرېدو د مخنیوي لپاره د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د عامه پوهاوي پروګرامونو وړاندې کول اړین دي. د هغه په ​​خبره، که عامه پوهاوی وي او خلک معلومات ولري، نو هېوادوال تر ډېره په ساري ناروغیو له اخته کېدو ژغورل کېدای شي.

صدیقي زیاته کړه چې په افغانستان کې پر اېډز د اخته کسانو سلنه د ډېرو هېوادونو په پرتله ټیټه ده او د پوهاوي کچې په زیاتېدو او ښې درملنې سره په هېواد کې د دې ناروغۍ کنټرول ممکن دی.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د ۸۰ زره او ۹۴۶ کسانو د «بي» هپاټیټ معاینه شوې چې له دې ډلې ۵ زره او ۵۳۱ مورده مثبت وو.

په همدې حال کې، د روغتیا د نړۍوال سازمان استازي نعیم‌الله صافي هم په دې ناسته کې وویل چې اېډز لا هم د نړۍ په کچه د روغتیا پر وړاندې یو جدي ګواښ دی او په ۱۳۶۸ کال کې په افغانستان کې د اېډز لومړۍ مثبتې پېښې له ثبتېدو راهیسې  په هېواد کې د دې ناروغۍ له امله د څه باندې ۴۰۰ کسانو مړینه ثبت شوې ده.

هغه دغه راز زیاته کړه چې له ۱۳۶۰ کال راهیسې تر اوسه په ټوله نړۍ کې د دې ناروغۍ له امله څه باندې ۴۴ میلیون کسان مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د ایډز پېښې د نورې نړۍ په پرتله کمې دي.

هغه هم د اېډز په اړه د عامه پوهاوي پر زیاتوالي ټینګار وکړ او دا چاره یې د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو په کمولو کې مهم وبلله.

صافي د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د اېډز ناروغۍ د کنټرول او له منځه وړلو لپاره د روغتیا د نړۍوال سازمان د همکارۍ ژمنه یو ځل بیا تازه کړه.

د هېواد د عامې روغتیا وزارت وايي چې بې‌کاري، بې‌وزلي، پرانیستې پولې، کډوالۍ او تګ‌راتګ، د پوهاوي او زده‌کړې کچې ټیټوالی، په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شتون او د شریکو ستنو او سرنجونو له لارې د نشه‌يي توکو کارول، هغه عوامل دي چې په هېواد کې د اېډز پر ناروغۍ د خلکو د اخته کېدو لامل کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.